Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کاناډا د افغان کډوالۍ ځانګړی پروګرام بندوي

د کاناډا حکومت د نویو غوښتونکو لپاره د افغان کډوالۍ ځانګړی پروګرام بندوي.


یو کال وروسته له دې چې د کاناډا حکومت د افغانانو منل پیل کړل، سي بي ایس نیوز اوس راپور ورکوي چې "اوټاوا د نویو غوښتونکو لپاره د افغان مهاجرت ځانګړی پروګرام بندوي."


د سي بي سي نیوز موندنې ښيي، چې د کاناډا حکومت د هغو ۱۸۰۰۰ غوښتنلیکونو وروستۍ ارزونه کوي کوم چې افغانان هیله لري د دې پروګرام له لارې دې هېواد ته راشي.


دا پروګرام نږدې یو کال وړاندې، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو لاس ته د کابل له سقوط څو اوونۍ وړاندې او د لومړي وزیر جسټن ټروډو له ژمنې مخکې، چې ۴۰ زره افغانان به کاناډا ته انتقال کړي، رامنځته شو.


د دغه پروګرام موخه د کاناډا د حکومت له نظامي او ملکي سکتور سره د افغان همکارانو خوندي ځای ته لېږدول وو.


خو لا هم یو شمېر هغه کسان چې د کاناډا له حکومت سره همکار وه له نامعلوم برخلیک سره په افغانستان کې پاتې دي او د دغه هېواد قبولۍ ته سترګي په لاره دي.


له دغو غوښتونکو څخه يو تن چې د افغانستان په لوېديځ کې د کاناډا حکومت په مالي مرسته د يوې مرستندويه موسسې کارکوونکى و، د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وويل چې د طالبانو په لاس د حکومت د نسکورېدو په لومړیو کې د دوی د نومونو لېست د کاناډا حکومت ته استول شوی و، خو تر اوسه نه دي توانېدلي چې له دغه هېواد څخه د دوی د دوسیې د منلو سند ترلاسه کړي.


هغه د طالبانو د واکمنۍ تر سیوري لاندې د ژوند د خراب وضعیت په اړه داسې وایي: "هغه دفترونه چې زموږ دفتر هم په کې شامل وو، د کارکوونکو نوملړ او اسناد يې د کاناډا حکومت ته لېږلي وو. په تېرو مياشتو کې د کاناډا حکومت زموږ څخه د ځينو اسنادو غوښتنه وکړه، خو څو مياشتې کېږي چې موږ ته کوم خبر نه دی راکول شوی، چې ایا زموږ کار به پروسس شي یا زموږ د وتلو شرایط به چمتو کړي که نه."


د دغه راپور پر بنسټ، کاناډا د تېر کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې ۱۶۵۴۰ افغانانو ته د اوسېدو د ځای زمینه مساعده کړې ده.


اوس د سي بي سي نیوز د راپور له مخې، فدرالي حکومت د ۴۰ زره افغانانو له ډلې یوازې نیمايي یې دغه هېواد ته لېږدولي او نیمايي لارې ته له رسېدو مخکې یې د نویو غوښتنو د منلو بهیر بند کړ.


د دغه راپور پر بنسټ، د کډوالو مدافع وکیلانو ویلي، چې د دغه پروګرام د پای ته رسولو پرېکړه به هغه افغانان بې برخلیکه پرېږدي چې هیله لري دغه هېواد ته راشي.


په همدې حال کې د سي بي سي د موندنو پر بنسټ، ظاهراً د کاناډا حکومت به د کاناډا د حکومت د افغان همکارانو د ۱۸ زره غوښتنو په منلو سره چې دوسیې یې روانې دي، کاناډا ته د ۴۰ زره افغانانو د لېږلو هدف ته نږدې شي.


له دې ټولو سره سره، کاناډا ته د کډوالۍ خوب د اسیې په څېر د بې شمېره افغانانو لپاره چې د کاناډا د حکومت مثبت ځواب ته منتظر دي، ناڅرګند دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus