Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ټایمز اف انډیا: د ۲۱ افغان سېکهانو او هندوانو تازه ډله هند ته رسېدلې

ټايمز ا ف انډيا:


هندۍ ورځپاڼې ټایمز اف انډیا په خپله پرونۍ ګڼه کې له افغانستانه هند ته د افغان سېکهانو او هندوانو د بلې جوپې د لېږدولو په باب لیکنه خپره کړې ده.


د ۲۱ افغان سېکهانو او هندوانو دغه تازه ډله د کام اییر هوايي شرکت په یوه ځانګړې الوتنه کې هند ته رسېدلې ده.


دغه هندوان او سېکهان د هند د ګوردواره وو د تنظیم کمېټې له خوا د هند د حکومت په مرسته دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.


د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې په لیکنه افغان سېکهان او هندوان په داسې حال کې هند ته لېږدول کېږي چې د جون میاشتې پر ۱۸مه د کابل په کارته پروان کې د سېکهانو پر ګوردواره په حمله کې د یوه سېکهـ په ګډون ۲ تنه ووژل شول او مسوولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې ومانه.


د ۲۰۲۰ کال د مارچ پر ۲۵مه هم د کابل په شوربازار سیمه کې د سېکهانو پر ګوردواره د داعش ډلې له خوا برید شوی و، چې لږ تر لږه ۲۵ سکان په‌کې ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.


سټرېټ ټایمز (Straits Times):


له سینګاپور څخه خپرېدونکې ورځپاڼې سټرېټ ټایمز په خپله پرونۍ ګڼه کې په افغانستان کې د هند د ډیپلوماتیک حضور د بیا پیل په اړه لیکنه خپره کړې ده.


په لیکنه کې ویل شوي، هند تېره میاشت افغانستان ته د خپلې یوې تخنیکي ډلې په لېږلو سره کابل کې خپل ډیپلوماتیک حضور بېرته پیل کړ، چې هدف یې د هند د بشري مرستو تنظیم او افغانستان ته د هغو غنمو لېږل دي، چې په هندۍ الوتکو کې بار شوي وي.


د سټرېټ ټایمز د مقالې په دوام راغلي، وروسته له هغې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، هند په کابل کې د خپل سفارت د بیاپرانیستلو لپاره پراخ اقدامات نه وو کړي.


دغه سفارت د اګست میاشتې پر ۱۷مه دوې ورځې وروسته له هغې وتړل شو، چې طالبانو کابل هم ونیوه.


د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال په مې میاشت کې یوه امنیتي کنفرانس ته ویلي وو، هند په افغانستان کې د مهم شریک په توګه رول لوبولی او له افغانانو سره یې «ځانګړې اړیکې» پاللې دي.


تر دغو څرګندونو وروسته د هند حکومت یوه ډله چې عالي رتبه هندي ډیپلومات یې مشري کوله د طالبانو د سرپرست حکومت له چارواکو سره د کتنې لپاره ولېږله.


د طالبانو دغو چارواکو له هند غوښتنه وکړه، چې خپلو پرمختیایي چارو ته دوام ورکړي.


نوي ډیلي هڅه کړې چې دغه کتنې کم اهمیته وښېي او په دې اړه یې له څه ویلو ډډه کړې چې د افغانستان په برخه کې د محتاطانه چلند په توګه یې خپل سفارت په کابل کې بېرته پرانیستی دی.


د بهرنیو پالیسیو شنونکي وايي، لا هم په عملي ډګر کې د هند لپاره ګڼ چلنجونه په مخکې پراته دي.


اټکل کېږي پاکستان چې له طالبانو سره له کلونو راهیسې ژورې اړیکې لري، په افغانستان کې د هند هر ډول رول ته د شک په سترګه وګوري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus