Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په افغانستان کې د کولرا ناروغۍ خپرېدل؛ طالبانو په دې اړه څېړنې پیل کړي

په افغانستان کې د کولرا د ناروغۍ په اړه د راپورونو تر خپرېدلو وروسته د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت وایي، چې دوی په دې اړه څېړنې پیل کړې دي.


د بلخ ولایت اوسېدونکی صابر وایي، چې د هوا په ګرمېدلو سره له درېیو ورځو راپه دې خوا د ده درې کلن زوی کانګې"استفراغ" کوي او نس ناستی لري.


نوموړي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې ډاکترانو په روغتون کې ورته ویلي دي، چې ماشوم یې د کولرا علایم لري، نو ځکه دې مایعات ډېر ورکړي.


هغه وویل: "ما خپل ماشوم ډاکتر ته وړی و، له معایناتو وروسته یې راته وویل چې زوی مو د کولرا علایم لري، ډېر معایات یې ورکړئ. اوس ګنکس دی. ډېر درد لري او په عامه خبره له خولې او لمنې دی."


دا په داسې حال کې ده، چې تازه په هلمند کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ راشد ازادي راډیو ته ویلي، چې په باغران ولسوالۍ کې د کولرا له پیله بیا تراوسه ۵۹۰ تنه په کولرا اخته او ۱۸ کسان ترې مړه شوي دي.


دې حالت د هلمند اوسېدونکي هم اندېښمن کړي او د طالبانو حکومت د روغتیا له وزارت څخه غواړي څو له هلمندیانو سره مرسته وکړي.


د ګرم سېر ولسوالۍ اوسېدونکي قدرت الله ازادي راډیو ته وویل: "دا د هلمند د خلکو غوښتنه د طالبانو له حکومت څخه ده، چې ژر تر ژره دې ستونزې ته د حل لاره پیدا کړي، ځکه چې په هلمند کې امکانات ډېر کم دي او یوازې د روغتیا ریاست رسیدګي نه شي کولای."




په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت دعامې روغتیا د وزارت ویاند شرافت زمان وايي، چې دوی خپله د روغتیايی کارکوونکو ډلې دایکندي او هلمند ولایتونو ته لېږلي او په وینا یې چې هغوی د کولرا د ناروغۍ په اړه څېړنې پیل کړي دي.


هغه وویل: "دا چې دا ناروغي کولرا ده که نه موږ سمپلونه اخیستي دي او لابراتوار ته مو لېږلي. تراوسه په هغو کې د کولرا کومه مثبته پېښه نه ده ثابته شوې."


ښاغلي زمان وویل، کوم کسان چې د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي یا خو روغتیايي مرکز ته تللي نه دي او یا دا چې له هغوی روغتونونه ډېر لري وو.


د داخلې ناروغیو متخصص ډاکتر عبدالحق قاضي زاده ازادي راډیو ته وویل، کولرا یوه خطرناکه ناروغي ده او په ډېر کم وخت کې د وجود اوبه وچوي.


نوموړی له کولرا ناروغۍ څخه د خوندې پاتې کېدلو په اړه وویل: "موږ باید پاکي ډېره په پام کې ونیسو. هڅه دې وشي چې پاک خواړه او پاکې اوبه وڅښل شي. کوم کسان چې په نس ناستي باندې اخته کېږي، ډېر مایعات دې اخلي، هندوانه دې خوري او او ار اس سېروم دې هم واخلي."


د ډاکترانو په وینا کولرا بېلابېل ډوله لري، چې شدیده، منځنۍ او خفیفې دي.



نس ناستی، ګانګې یا استفراغ او د اعضلاتو درد د کولرا ناروغۍ له علایمو څخه ګڼل کېږي.


روغتیا پالان وايي، چې کولرا ناروغي د بې پروایۍ په صورت کې یوه وژونکې ناروغي ده او ډېر په هغو ځایونو کې خلک ورباندې اخته کېږي چې اوبه یې ناپاکې او ککړتیا ډېره وي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus