Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د اړمنو پر ځای طالب وسله والو ته د بشري مرستو د وېش ادعا وشوه

د افغان مېرمنو لپاره د عدالت غوښتنې ډلې یا AWAG ۲۵ مرسته کوونکو نړیوالو بنسټونو ته د یو لیک په استولو ادعا کړې، چې د بشر دوستانه مرستو په نوم طالبانو ته د خپلو وسله والو د اعاشې او اباطې لپاره نغدې پیسې ورکول کېږي.


داخلي بې ځایه شوي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري" په نوم د افغان مېرمنو لپاره د عدالت غوښتنې یوې ډلې ۲۵ نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو ته لیک استولی دی.


په دې لیک کې ادعا شوې، چې ملګري ملتونه اوسمهال د افغانستان په اړه بې طرفه نه دي او د بشري مرستو د وېش په برخه کې تبعیضي چلند کوي.


د دې ډلې یوې غړي چې نه يې غوښتل غږ او نوم يې خپور شي ادعا وکړه، چې ملګري ملتونه نږدې هره اوونۍ طالبانو ته له ۳۵ تر ۴۰ میلیونه نغد ډالر ورکوي.


د افغان مېرمنو لپاره د عدالت غوښتنې د ډلې د دغه غړې په وینا دغه پیسې د بشري مرستو په نوم امریکا طالبانو ته ورکوي.


د دغه ډلې په لیک کې راغلي دي، چې په وروستیو یولسو میاشتو کې ملګرو ملتونو د بشري مرستو په نوم طالبانو ته نږدې یو ملیارد ډالره نغد ورکړي او د مرستو د وېش په پروسه يې څار هم کم و.


په دې لیک کې دغه شان راغلي دي، چې د کره راپورونو پر بنسټ چې دوی ته رسېدلي دي باور لريٍ چې طالبان په دغه پیسو خپل وسله وال پیاوړي کوي هغه چې په جنګي جرمونو مرتکب کېږي.


طالبانو په وار وار د خپلو وسله والو له لوري جنګي جرمونه رد کړي دي.


د افغان مېرمنو لپاره د عدالت غوښتنې دغه ډلې د ملګرو ملتونو، سره صلیب او نورو مرستندویه بنسټونو غوښتنه کړې چې څومره ژر کېږي باید د بلخاب، دایکندي، پنچشېر، بغلان او یو شمېر نورو ولایتونو داخلي بې ځایه شویو سره مرستې وکړي.


د دغه ډلې په لیک کې دغه شان غوښتنه شوې، چې طالبان باید له جنګي اسیرانو سره مناسب چلند وکړي او د هویت د پټ ساتلو سره سره يې باید له کورنیو سره اړیکې ټینګې کړل شي.


د دې ترڅنګ باید د طالبانو په وړاندې د جنګېدونکو کسانو د اجسادو بې حرمتي ونه شي او خپلو کورنیو ته وسپارل شي.


په دې لیک کې له نړیوالو خیریه بنسټونو نه د پکتیکا او خوست له زلزله ځپلو سره د مرستو له امله مننه شوې ده.


د افغان مېرمنو لپاره د عدالت غوښتنې د ډلې غړې چې نه غواړي نوم يې په دې راپور کې خپور شي وايي، بشري مرستې یوازې هغه خلکو ته ورکول کېږي چې د طالبانو ملاتړ ورسره وي.


نوموړې دغه شان وویل:" که موږ خپل غږ په دې شکل پورته نه کړو، دوی موږ په بشپړ ډول له نظره غورځوي او دوی خپل هغه سیاست ته چې له طالبانو ملاتړ دی دوام ورکوي."


د افغان مېرمنو لپاره د عدالت غوښتنې ډله AWAG وايي وروسته له هغې يې نړیوالو خیریه بنسټونو ته دا لیک واستولو چې د بغلان، پنجشېر، سرپل او یو شمېر نورو ولایتونو کورنیو بې ځایه شویو سره نړیوالو خیریه بنسټونو د مرستو په برخه کې ناغېړي وکړه.


هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولرو خو ویاندویانو يې د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus