پاکستان: د سېلابونو له امله لسګونه کسان مړه او سلګونه بېځايه شوي
د بلوچستان ایالت د اضطراري چارو سلاکار، ضیا اله لانګو ویلي، د ښځو او ماشومان په ګډون ۵۷ تنه مړه شوي دي.
بلخوا د خیبرپښتونخوا ایالت د اعلامیې له مخې، په دغه ایالت کې د سختو اورښتونو له کبله دوه کسان د یوه کور د چت د پرېوتو په پېښه کې مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې هم وروستیو اورښتونو او سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.