Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

نړيوالې ورځپاڼې: امريکا دې د افغانستان په اړه یوه منځوۍ لار ومومي

"امريکا ته په کار دي چې د افغانستان په اړه یوه منځوۍ لار ومومي"


دا په فارن پالیسي خپرونه کې د صادق امیني په قلم د لیکنې سرلیک دی.


په دې لیکنه کې ویل شوي، چې د افغانستان د جمهوري حکومت د پرځېدو او د طالبانو د واک ته رسېدو کابو کال په پوره کېدو دی خو داسې ښکاري چې نړۍ تر ډېره افغانستان هېر کړی او شاوخوا ۳۰ میلیونه افغانان له دې کبله کړېږي چې پر اساسي بشري حقونو یې بندیزونه لګول شوي او اقتصاد یې دړې وړې شوی دی.


د لیکوال په باور، اوکراین په طبیعي ډول د نړیوالو لپاره لومړیتوب دی، خو افغانستان د دې لپاره چې بېرته د سیاسي او اقتصادي ثبات لور ته روان شي او مخکې له دې چې د افغانانو د غیرقانوني مهاجرتونو لړۍ زور واخلي او تروریزم انتقال شي، د نړیوالو ملاتړ ته سخته اړتیا لري.


د لیکوال په نظر امریکا باید د افغانستان په اړه د منځ لاره غوره کړي، نه هغسې چې په نوي‌یمه لسیزه کې یې یو مخ دې هېواد ته شا واړوله او نه هغسې چې له ۲۰۰۱ وروسته یې دې هېواد ته تر اندازې زیاته مخه کړه.


دا دواړه لارې خطرناکې دي، تر ټولو ښه حللار د دغو دواړو ترمنځ ده یعنې د امریکا فعال تعامل چې په لږ خطر تر ټولو ښه نتیجه ترلاسه کولی شي.


ريسپانس سورس انلاين خپرونه:


ریسپانس سورس انلاین خپرونې د یوه افغان په اړه، چې د دیانا جایزه یې ګتلې ده، لیکنه خپره کړې ده.


محمدحبیب عبدالله لومړنی افغان دی چې د دیانا معتبره جایزه یې ترلاسه کړه.


نوموړی په نظربایف پوهنتون کې د عامه پالیسۍ د ماسترۍ دورې محصل دی او دا جایزه په افغانستان کې له بې سوادۍ او بېوزلۍ سره د مبارزې په خاطر ورکړل شوې ده.


محمد حبیب الله په افغانستان کې لوی شوی او همالته یې لیدلي چې خلک د بې سوادۍ له کبله څرنګه د بېوزلۍ په لومه کې لوېږي او یا څرنګه د نجونو او هلکانو ترمنځ د زده کړو فرصت په نابرابر ډول وېشل شوی دی او همداراز بې سوادۍ په څه ډول په افغانستان کې د ډېرو کلونو په مخه د جګړې او بې ثباتۍ له دوام سره مرسته کړې ده.


د خپرونې له لیکنې سره سم، کله چې کرونا وبا په افغانستان کې خپره شوه، محمد د (یوز یاګیت) په نوم خیریه بنسټ جوړ کړ چې رضاکاران د کووید ۱۹ د کیټونو د وېشلو او د ډېرو اغېزمن شویو کورنیو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره راټول او تنظیم کړي.


ده د انلاین زده کړو شبکه هم جوړه کړې چې «له ځوانانو ځوانانو ته» نومېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus