Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

بارانونو او سیلابونو په بلوچستان کې ۱۸ کسان وژلي دي

په بلوچستان کې بارانونو او سیلابونو ۱۸ کسان وژلي او په سيند صوبه کې د بارانونو له وجې يو کان پریوتی چې پکې اته کان کيندونکي بند پاتې دي.

په بلوجستان کې د قدرتي افتونو سره د مبارزې ادارې ( پي ډي ایم اې) د جولای په شپږمه رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې وايي چې د باران له امله په کوټه کې نهه کسان مړه شوي او ۲۰ نور کسان زخمیان شوي دي.  




همداراز په کلا سیف الله کې څلور کسان، چې یو ماشوم هم پکې شامل دی، د دیوال پریوتو په پېښه کې مړه شوي دي. د دې سربېره په تربت کې هم د دریو ماشومانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی. 


بلخوا د کوهلو سیمې مرستیال کمېشنر په بیان کې ویلي چې هلته په بارانونو کې دوه کسان مړه شوي او شپږ نور زخمیان شوي دي.  په کچي کې هم د دریو  او په خضدار کي د یو کس د مړینې  اطلاعات دي.  


په بلوچستان کي دجولای د څلورمې راهیسې د پشه کال د بارانونو دوېمه لړۍ شروع شوی ده. حکومت د پشه کال بارانونو او سیلابونو ممکنه خطرونو ته په کتو د صوبې سرښار، کوټه افت ځپلی ښار ګرځولی دی.  چارواکو ويلي کوښښ کوي چې په ځينو حساسو سیمو کې خلکو ته د خبرداري او د ضرورت له مخې د مرستو چارې چټکې کړي.


په سيند صوبه کې د کان کيندونکو حال

د سیند صوبې چارواکي وايي، د ټټه ضلعې په جمپیر سیمه کې د سکرو په یوه کان کې د ایسار پاتې مزدورانو د ویستلو لپاره مرستندویه کارونه دوام لري. د دې ضلعې ډيپټي کمېشنر غضنفر علي قادري د جولای پر پينځمه مشال راډیو ته وویل، په همدې ورځ مازیګر مهال د سیلاب اوبه د سکرو په کان کې داخلې شوي او دننه پکې اته مزدوران ایسار پاتې دي چې د سوات او دیر اوسېدونکي دي.




د دغه کان یو کارکوونکي کاریګر رحیم الله پرون مشال راډیو ته وویل، د ایسار پاتې کسانو د پاسه ۴۰ فټه اوبه ولاړې دي او ملبه هم پرته ده  خو حکومت یا کومې مرستندویه ادارې تر هغه مهاله څه ډول کارروايي نه ده کړې.


خو د سیند صوبې د انرژۍ وزیر امتیاز شېخ د جون په پينځمه مشال راډیو ته وویل چې د ایسارو پاتې کسانو د ایستلو لپاره یې ضلعي انتظامیې ته سپارښتنه کړې ده.


هغه زیاته کړه: "حکومت د مزدورانو په اړه ضلعي انتظامیې ته هدایات جاري کړي دي او د پېښې په ځای کې په بیړني ډول کار روان دی. موږ هڅه کوو چې ایسار پاتې مزدوران زر تر زره وباسو. د سیند حکومت به د دغو مزدورانو له کورنیو سره مالي مرسته هم کوي."


د پاکستان د کویلې په درنګونو کې د کارکوونکو مزدورانو د خیر ښېګړې د ادارې یو مشر عابد یار مشال راډیو ته ويلي چې د ایسار پاتې مزدورانو د ژوندي ایستلو هیلې مړې دي ځکه په وخت له درنګه د اوبو د ویستلو انتظامات نه دې شوي.




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus