Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

بریتانیا پر بلاروس د بندیزونو نوی پړاو اعلانوي

د بریتانیا حکومت وايي، چې پر بلاروس او د دې هېواد د واکمن الکساندر لوکاشینکو پر رژیم به اقتصادي، تجارتي او د لېږد رالېږد برخو کې د بندیزونو یو نوی پړاو اعلان کړي.


د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر پرون په یو بیان کې وویل، چې د بندیزونو دې نوې جوپه کې ځینې هغه د پام وړ اقدامات هم شامل دي چې د روسیې پر وړاندې هم لګول شوي دي.


په بیان کې ویل شوي دي، دا بندیزونه به د سې شنبې په ورځ رسماً اعلان او عملي شي.


د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په وینا د بلاروس پر مالونو ۳۵ په سلو کې د تعرفي لوړول، او د بلاروس په مستبد واکمن السکاندر لوکاشینکو او دده د حکومت په نورو لوړو پوړو چارواکو، د بشري حقونو څخه د سرغړاویو او د ولسواکۍ د ننګولو په خاطر بندیزونه په دې ټولګه کې شامل دي.


لوېدیځ هېوادونو پر اوکراین د روسیې د څرګند تېري په خاطر پر روسیې مالي بندیزونه لګولي دي.


بلاروس که څه هم په مستقیمه توګه په جګړه کې ګډون نه لري خو روسي ځواکونو ته یې لوژییستکي ملاتړ برابر کړی دی.


اوکراین ته د بلاروس له خاورې د زیاتو روسي سرتېرو دا خلېدو، لوېدیځ مجبور کړ چې پر بلاروس هم بندیزونه ولګوي.


د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي، چې دوی به په نړیواله کچه د بریتانیا د مالي سکتور خدمتونو ته د بلاروس لاسرسی محدود کړي او زیاته کړې یې ده چې" د بلاروس رژیم په کارنده توګه د (پوتین) یرغل ته اسانتیاوې برابرې کړي او روسیې ته یې اجازه ورکړې چې پر اوکراین د ګوزارونو لپاره د بلاروس خاوره وکاروي."


د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې دا هم ویل شوي چې بلاروس له خپلو پولو څخه پر اوکراین د توغندیو د ویشتلو او پر خپل هوايي حریم د روسیې جېټ الوتکو ته د الواتنې اجازه ورکړې ده.


بریتانیا همدارنګه لوکاشینکو له دې کبله هم ملامته کړې چې په څرګنده یې پر اوکراین د پوتین د خونړي یرغل په اړه د کرملین د روایت ننګه کړې او ادعا کوي چې کییف روسیه جګړې ته پارولې ده.


د روان کال د فیبروۍ میاشتې پر څلورویشتمه پر اوکراین د روسیې د تیري راهېسې، د بریتاینا صدراعظم بوریس جانسون پر روسیه او بلاروس د بندیزونو په لګولو کې د لوېدیځو هېوادونو په منځ کې مخکښ رول لوبولی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus