Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د بامیان د دوو اوسېدونکي ادعا: یوه طالب چارواکي سخت وهلي او شکنجه کړي یوو

د بامیان د کهمرد ولسوالۍ دوه اوسېدونکي ادعا کوي چې یو ځايي طالب چارواکي د وسلو د لرلو په تور سخت وهلي او شکنجه کړي دي، هغه ادعا چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت یې ردوي.


د بامیانو د اوسېدونکی محمد نقیب پر بدن د سختو وهلو نښې له ورایه ښکاري او تر دې چې تر نامه لاندې کېڼ لور ته د بدن لاندې برخه یې د ډېرو وهلو له امله سخته ټپې شوې او اوس پړسېدلې او شنه اوښتې ده.


هغه وايي، د بامیان په کهمرد ولسوالۍ کې چې یوه تاجیک مېشته سیمه ده، د طالبانو د یوه ځايي قوماندان قاري فرید له لورې وهل شوی دی، هغه ادعا چې طالبان یې ردوي.


دی ادعا کوي چې قاري فرید ترې وسله غوښته، خو ده نه په مخکیني نظام کې دنده مخ‌ته وړې او نه یې هم ټوپک درلود چې هغه ته یې ورکړې؛ نو له همدې امله یې دی سخت وهلی دی.


نوموړي وویل: "تر دې چې مجبور شوم چې وسله واخلم. له ما یې درې میله وسله غوښته. نه اربکي کې وو او نه مو وسله درلوده. ملکي خلک یوو، وسله مو له کومه کړه."


د طالبانو له‌خوا د شکنجه شویو دې کسانو ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې.


په دې ویډیو کې یو بل تن هم چې خپل نوم احسان‌الله ښيي لیدل کېږي.


دی هم ادعا کوي، چې د قاري فرید له‌لوري په همدې تور چې ګنې وسله لري، وهل شوی دی.


هغه وویل: "په یوه ډډه یې ډېر وهلی یم. د قاري فرید کسان وو، خپله قاري فرید د کهمرد مسوول دی، خو په دې نه پوهېږم چې څه دنده لري."


د بامیان په کهمرد کې د طالبانو د یوه ځايي قوماندان له‌خوا وهل شوي یاد کسان وايي، له دوی اوویا میله نوره وسله هم غوښتل شوې او ګواښل شوي هم دي.


دوی ادعا کوي چې ژوند ته یې ګواښ پېښ دی.


ازادي راډیو هڅه وکړه، د دې ادعا وو په اړه له قاري فرید سره هم خبرې وکړي، خو په موندلو یې بریالي نه شوو.


خو د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سره مو یاده موضوع شریکه کړه، خو ویاند یې عبدالنافع ټکور ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه بې خبري وښوده.


ټکور وویل، ډېری دا ډول موضوعات د دوی ضد د تبلیغ لپاره هم خپرېږي.


له دې وړاندې هم په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې په کې لیدل کېږي طالبان خلک صحرايي محکمه کوي.


موده وړاندې له پنجشېر ولایت نه یوه ویډیو خپره شوه چې په کې یو ملکی وګړي له دې امله چې ولې یې د مخکني نظام پوځي یونیفورم اخستی، په مرمیو ویشتل کېږي.


طالبانو په ځلونو ژمنه کړې، چې د دې پېښو مخه نیسي او تر خوا یې هغه پېښې چې شوي د څېړنې ډاډ یې ورکړی.


خو تر اوسه د دې ډول پېښو د څېړنې یوه پایله هم نه‌ده رسنیزه شوې.


د دې ترڅنګ طالب پوځیانو په ځینو پېښو کې قصدا په خلکو ډزې کړي او وژلي یې دي،د طالبانو حکوکت د دې پېښو د څېړنې امر هم کړی، خو پایلې یې لا نه دي روښانه شوي.


د طالبانو اوسنی حکومت د دوی د مشر له خوا د بښنې له فرمان سره سره، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا د پخوانیو پوځیانو او نورو دولتي کارکوونکو په وژنې هم تورن شوي دي، هغه ادعا چې طالبان یې ردوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus