Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

یو شمېر افغانان: لا هم په افغانستان کې ناراجستر شوي سیمکارتونه خرڅېږي

که څه هم د طالبانو د حکومت کابینې د روان میلادي کال د فبروري میاشتې په لسمه نېټه پرېکړه کړې وه څو ناراجستره سیمکارتونه به بندوي خو لا تر اوسه هم په بازار کې دا سیمکارتونه پلورل کېږي.


د ناراجستر شویو سیمکارتونو پیر او پلور، هغه ستونزه چې د حکومتونو له بدلېدلو سره سره په خپل ځای پاتې ده.


که څه هم د طالبانو حکومت کابینې شاوخوا پنځه میاشتې مخکې د دې سیمکارتونو د بندولو اعلان وکړ، خو لا هم په کابل او ولایتونو کې یې پلور او پېر شته.


د کابل اوسېدونکي عصمت الله په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د کوټه سنګي له پله سره ډېرې کراچۍ ولاړې دي چې همدا د ناراجستره سیمکارتونو پېر او پلور کوي."


دغه راز په لوګر کې موبایل پلورنکي هاشمي وویل: "دلته لوګر کې له ډېرو غرفو سره ناراجستره سیمکارتونه شته، له کابل څخه یې په ۳۰۰ یا ۳۵۰ افغانۍ راوړي او دلته یې په ۶۰۰ یا ۷۰۰ افغانۍ خرڅوي."


له ناراجستره سیمکارتونو ډېر خلک ځورول کېږي او په مختلفو جرایمو کې هم ترې استفاده کېږي او کله چې په داسې قضیو کې څېړنه هم کېږي، دا چې د سیمکارت کارونکي هویت معلوم نه وي، پېژندل یې سخت وي.


زمزمه چې خپله له نامعلومو شمېرو ځورېدلې وايي، دا چې ناراجستره سیمکارتونه په اسانه په بازار کې پیدا کېږي، ځینو ته یې د مزاحمت لاره هم پرانیستې ده.


هغې وویل: "له نامعلومو شمېرو بار بار زنګونه کېدل، که ما هر څه پوه کړل چې کورنۍ ستونزه راته جوړېږي، وې نه منله، اخر مې سیمکارت مات کړ."


د کابل اوسېدونکی نصرت الله ترنک هم له یوې نامعلومې شمېرې ځورول شوی، هغه وايي، په همدې خاطر یې خپل شکایت له مخابراتي شبکې سره شریک کړ خو هغوی ورته وویل دا چې سیمکارت ثبت نه دی، ځکه یې دوی په اړه معلومات نه شي کولای.


ترنک وویل: "ورته و مې ویل چې دا کس ما ته مزاحمت کوي، هغوی راته وویل چې موږ به زنګ ورته وکړو او ورته و به وایو چې دا کار دې نه کوي خو مشخصات یې ځکه نه شو ویلی چې دا سیمکارت راجستر نه دی."




دا چې د طالبانو حکومت د کابینې له پرېکړې پنځه میاشتې وروسته هم ناراجستره سیمکارتونه نه دي بند شوي، د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ له وزارت او د اترا له ادارې څخه مو په دې اړه معلومات وغوښتل خو د یادو ادارو ویاندویانو له ژمنو سره هم د دې راپور تر خپرېدو له موږ سره معلومات شریک نه کړل.


د معلوماتي ټیکنالوژۍ یو متخصص اغا ملوک سهار وايي، د ناراجستره سیمکارتونه بندول اسانه کار دی خو که بندولو لپاره یې پالیسي جوړه شي.


سهار وویل: "بندول یې ډېر اسانه کار دی، ځکه مخابراتي شبکو ته معلومېږي او هغوی کولای شي، خو د دې لپاره پالیسي نه شته او هغه میکانېزم چې دا ناراجستره سیمکارتونه ثبت کړي، ډېر واضح نه دي."


ښاغلی سهار وايي، ناراجستره سیمکارتونه د غيرې قانوني پېښو په زیاتوالي کې مرسته کوي او که یې مخه و نه نیول شي، د عام خلکو ترڅنګ به یې تاوان حکومت ته هم ورسېږي.


د یادونې ده، چې د تېر جموري حکومت په مهال هم د ناراجستره سیمکارتونو د بندېدو په اړه اقدامات شوي وو خو لا تر اوسه دا سیمکارتونه د سړکونو له غاړې نه دي ټول شوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus