Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

یو شمېر فعالانې: د علماوو غونډه کې د ښځو په نه ګډون خوشحاله یوو

یو شمېر ښځې وايي، ښه ده چې د طالبانو د حکومت لخوا د علماوو په رابلل شوې ناسته کې هېڅ ښځه نه وه.


د طالبانو د حکومت یوه معترضه ښځه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي، خوشاله ده چې ښځو د طالبانو حکومت د علماوو په ناسته کې ګډون نه و کړی.


دا وايي، په دې ناسته کې د ښځو ګډون د ښځو په ګټه نه و، ځکه د دې په خبره یو شمېر طالبان او ځینې علما د ښځو د منزوي کېدو پلویان دي.


هغه زیاتوي: "موږ پوهېږو که ښځې په داسې ناستو کې ګډون هم وکړي، ګډون به یې سمبولیک وي. موږ پوهېږو چې ځینې علما او حکومت یې ښځې حاشيې ته بیايي او خوشاله دي چې ښځې په کور کېني."


دا معترضه مېرمن چې په افغانستان کې ده، د طالبانو حکومت یوازې د نارینه وو حکومت ګڼي او وايي چې مشروعیت نه لري.


د ښځو د حقونو فعاله زرقا یفتلي وايي، د علماوو ناسته له مخکې د یوې وړاندیز شوې طرحې پر بنسټ یوازې په داخل کې د طالبانو د حکومت د مشروعیت ترلاسه کولو په خاطر جوړه شوې وه.


د اغلې یفتلي په وینا، د طالبانو د دې ناستې پایله د افغانستان او افغانانو په ګټه نه ده.


نوموړې دغه شان یو شمېر هېوادونه چې د افغانستان په مسایلو کې ښکېل دي او له افغان ښځو یوازې د خبرو په حد کې ملاتړ کوي، هم انتقاد کوي.


هغه زیاتوي: "باید له یاده ونه باسو چې یو شمېر هېوادونه په عملي او رسمي ډول د افغانستان په اوسنیو مسایلو کې ښکېل دي او دوی په هر ډول چې کولای شي، هڅه کوي چې د طالبانو په اړه د نړیوالې ټولنې ذهنیت بدل کړي."


د ښځو د حقونو دا فعاله وايي، د طالبانو کورنیو او بهرنیو لابي کوونکو د دې لپاره زیات کار کړی دی.


د طالبانو د حکومت ویاندویانو په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.


د طالبانو د حکومت له لوري د علماوو رابلل شوې ناسته له درېیو ورځو وروسته د شنبې په ورځ پای ته ورسېده او د دې ناستې په پرېکړه لیک کې د ښځو د برخليک په اړه کومه خبره نه وه شوې.




د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، له غونډې تمه وه چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه پرېکړه وکړي هغه مسئله چې څه کره وړاندیز یا پرېکړه یې په اړه ونه شوه.




د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، که طالبان د نجونو تعلیم ته اجازه ورنه کړي ګڼې کورنۍ به له افغانستانه ووځي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus