کندهار کې د کراتې سیالۍ د دې ولایت د لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه سیالۍ د کندهار د بدني روزنې او ورزش ریاست په دولتي جمنازیوم کې د پنځو ولایتونو هرات، فراه، خوست،کابل او کندهار ترمنځ چې اوونۍ وړاندې پیل شوې وې تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېدې.
د دې ریاست په وینا، دغه سيالۍ چې د کندهار کراتې فدراسيون په مرسته ترسره شوې کندهار په کې لومړى مقام خپل کړ.
له يادو سياليو يې موخه د کندهار منتخبې لوبډلې جوړول او د ملي سياليو لپاره چمتو کول دي.