Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د طالبانو د حکومت له لوري راغوښتل شوې د علماوو غونډه پای ته ورسېده

د طالبانو د حکومت له لوري راغوښتل شوې د علماوو غونډه پای ته ورسېده او د طالبانو د حکومت ملاتړ اعلان یې وکړ.


د طالبانو د حکومت له د علماوو درې ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده، او بالاخره د طالبانو د حکومت په طرفدارۍ یې پرېکړې وکړې.


خو بیا هم د دې غونډې ګډونوالو نه دیني عالمانو او نه هم طالب چارواکو د ښځو د برخلیک په اړه خبرې او پرېکړې ونه وکړې _ هغه څه چې د اکثرو افغانانو او ښځو او نجونو تمه ترې وه.


د دې غونډې پای کې د یو ۱۱ ماده ییز پرېکړه لیک په خپرولو ټینګار وشو، چې دې غونډې ته ټول راټول شوي ۴۵۹۲ تنه دیني عالمان د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت الله اخندزاده سره بیعت کوي _ هغه څه چې له وړاندې ځینو رسنیو له لوري د دې غونډې خپرې شوې اجنډا کې مشخص شوي وو.


د دې غونډې پای کې د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د ښځو پر حجاب ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا به په ټول هېواد کې پلي کوي.




هغه زیاته کړه: "ډېرې محدودې ښځې په افغانستان کې وي، چې د ستر او حجاب سره مخالغت کوي، په تمامه معنی سره د افغانستان ټولې ښځې مرګ ته ځان ورکړي خو بې ستري او بې حجابي پر ځان نه مني."


د اسلامي نظام ملاتړ، د طالبانو د حکومت مشر سره بیعت، د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو غوښتنه، د طالبانو د حکومت د مشر له لوري د نشه یي موادو د کرکېلې د مخنیوي ملاتړ، د ګاونډیو هېواد پر وړاندې د افغانستان خاورې نه کارول او د نورو هېوادو د مداخلې نه کولو غوښتنه، د طالبانو د حکومت پرضد وسله وال قیام فساد ګڼل، له داعش سره اړیکې فساد ګڼل او پر ضد یې مبارزه، د هغوی دیني عالمانو د خبرو مخنیوی چې د طالبانو د حکومت خلاف دي، د لږکیو او ښځو حقونو خوندي کول، د طالبانو تر منځ اتفاق او هېواد ته ستانه شویو کسانو ته خبرداری چې "مغرضانه" کړنې دې نه کوي، دا د دې غونډې د پرېکړه لیک ۱۱ ذکر شوې مادې وې.


وړاندې طالبانو چارواکو ویلي وو، چې دې غونډه کې له بېلابېلو ۳۵۰۰ کسانو ګډون کړی وه چې په هېواد کې د موجودو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او په ځانګړې توګه د ښځو د کار او نجونو د تعلیم په اړه به له دوی سره خپلې مشورې شریکې کړي خو د یادې ناستې په پای کې د دې ستونزې هېڅ ډول یادونه هم ونه شوه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus