نن په کابل کې د لویې جرګې تالار ته نږدې د سپکو او درنو وسلو ډزې اورېدل شوي
لا معلومه نه ده چې نننیو ډزو کې د غونډې ګډون والو ته کوم زیان رسېدلی دی او کهنه خو په خواله رسنیو د جرګې د تالار له شاوخوا سیمو څو ویډیوګانې خپرې شوي چې د ډزو غږونه ترې اورېدل کېږي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر لیکلي چې د غونډې په شاوخوا کې څه ستونزه نشته خو د ده په خبره په یوه مشکوک ځای باندې د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا څو ډزې شوي او وضعیت تر کنټرول لاندې دی.
اخوا د ازاداه ګانو د ملي جبهې په نوم د طالبانو یوې مخالفې وسله والې ډلې په خپل فېسبوک ادعا کړې ده چې په نننۍ غونډې باندې د دوی ځواکونو برید کړی دی.