Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د جرمني د بهرنيو چارو وزيره: طالبانو د ښځو ازادي لوټلې ده

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالېنا بایربوک ویلي، طالبانو د افغانانو حقونه او ازادۍ، په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو ازادۍ لوټلې ده.


د جرمني د بهرنیو چارو وزیره له افغانانو سره د دوی هر اړخیزې مرستې د طالبانو اوسني رژیم ته، د مشروعیت د ورکولو په معنا نه بولي.


اغلي الینا بایربوک چې په جرمني کې یې د افغان مهاجرینو رابلل شوي کنفرانس ته خبرې کولې وویل، هېواد یې له افغانانو سره مرستو او د دوی لاس‌نیوی ته ژمن دی، خو زیاته یې کړه، دا په روښانه ټکو وايي چې دا اړیکې د طالبانو اوسني رژیم ته د مشروعیت ورکولو په معنا نه‌دي.


خو طالبان بیا وايي، د دوی اوسنۍ اداره مشروع او د خلکو له ملاتړه برخمنه ده.


د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: "اسلامي امارت مشروعیت لري او د خپل ولس ملاتړ ورسره دی. له دیني پلوه مشروع نظام دی او له ولسي پلوه د خلکو په ملاتړ منځ‌ته راغلی. مهمه خبره داده چې موږ له نړۍ سره ښه تعامل غواړو. دا زموږ شعار او هدف دی."




خو د طالبانو له دې خبره سره سره ، ښکاري چې د نړیوالو باور یې لا هم خپل کړی نه‌دی.


له همدې امله د جرمني د بهرنیو چارو وزارت پرون یوه خبرپاڼه کې د اغلې الینا له خولې لیکلي، هېواد يې هڅه کوي چې مرسته وکړي، څو جرمني ته افغانان ولېږدول شي، خو د دې په خبره، طالبانو د دوی لار ډب کړې ده.


الینا بایربوک زیاتوي، افغانستان د بشري او سیاسي بحرانونو له طوفان سره مخ دی او تر خوا یې طالبانو د افغانانو حقونه او ازادۍ، په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو ازادۍ لوټلې دي.


خو طالبان بیا دا خبره نه‌مني او وايي، په افغانستان کې د هر چا ازادي او حقوق خوندي دي.


د جرمني د بهرنیو چارو وزیره مني چې په اوکراین کې د روسیې د غیر موجه جګړې له پیل سره سم، په اروپا کې افغانستان د خبرونو له سرټکو لوېدلی، خو زیاتوي، دا په دې معنا نه‌ده چې ګنې افغانستان هېر شوی دی.


هغه زیاتوي، دوی پوهېږي چې په افغانستان کې په میلیونونو ماشومان، ښځې او نارینه د خوراک لپاره کافي خواړه نه‌لري.




الینا بایربوک ژمنه کوي چې هېواد یې د یو ارام او سوکاله افغانستان مفکوره نه پرېږدي او په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې به په افغانستان کې له خلکو سره د مرستې لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.


په دې غونډه کې جرمني ته وروستیو کې یو شمېر ورغلیو افغان مهاجرینو هم خبرې کړي او له نړیوالې ټولنې یې له افغانانو سره د مرستو او په افغانستان کې ستونزو ته رسېدو په برخه کې د یوه معقول دریځ خپلولو هیله کړې.


که څه هم د طالبانو اوسنۍ واکمني له لسو میاشتو واوښته، خو بیا هم په نړۍ‌واله کچه یې د مشروعیت لپاره هیڅ شین څراغ‌ نه لیدل کېږي، هغه څه چې طالبان یې خورا اندېښمن کړي او د افغانستان اقتصادي، سیاسي او ټولنیز ثبات ته یې هم زیان رسولی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus