سیمه ییز چارواکي: پکتیکا کې بیا زلزله شوې
حکمت الله عصمت ازادۍ راډیو ته وویل، چې د زلزلې د ځاني زیان راپور لا نه دی ور رسېدلی.
یوه محلي خبریال له سیمې ازادۍ راډیو ته ویلي، ګیان ولسوالۍ کې تر ډېره دا مهال خلک په خیمو کې اوسي، نو ځکه یې د سر د زیان احتمال کم دی.
د پکتیکا او خوست ولایت ګیان، برمل او سپېرې ولسوالۍ تېره چهارشنبه زوروې زلزلې وځپلې چې لږ تر لږه زر تنه په کې ووژل شول او نژدې درې زره نور ټپیان شول.