تنقیص شوي دولتي کارکوونکي له سختو اقتصادي ستونزو شکایت کوي
د دوی له ډلې احمدشاه او سید جعفر ازادۍ راډیو ته وویل، وړاندې له دې یې په دولتي ادارو کې په کار کولو سره د خپلو کورنیو مالي لګښتونه ورکول، خو سږ کال چې له دندې شړل شوی، نه خوراکي توکي لري او نه یې هم اختر ته تیاری کړی.
د دولت دا کارکوونکي پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره له دندو شړل شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه د طالبانو حکومت مالیې وزارت اعلان کړی چې د لوی اختر له رارسېدو مخکې به د دولتي ادارو کوونکو ته د سرطان میاشتې معاش ورکړي.