Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په خصوصي پوهنتونونو کې د دعوت او ارشاد څانګو فعالولو اندېښنې رامنځته کړي

د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو محصلین وایي، د دوی په پوهنتونونو کې د دعوت او ارشاد څانګه جوړه شوې چې د دندې ډېری برخه یې په اکاډمیکو بنسټونو کې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د پرېکړو پلي کول دي.


صفیه په کابل کې د یو خصوصي پوهنتون محصله ده.


دا نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې په دې راپور کې د پوهنتون نوم خپور شي خو وایي له تېرې یوې میاشتې راهیسې د دوی په پوهنتون کې د ارشاد او دعوت مدیریت رامنځته شوی چې دنده یې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د پرېکړو عملي کول دي.


د صفیې په خبره تر اوسه د دغه مدیریت دنده د دوی په پوهنتون کې د نجونو محصلینو د حجاب پلي کول، د نجونو او هلکانو د ټولګیو او د ازموینو د ځای جلا کول دي.


هغې زیاته کړه: "هغه دندې چې د ارشاد او دعوت دغه مدیریت اړوند دي، ډېری دا دي چې راځي هغه پرېکړې چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لوري نیول کېږي عملي کوي یې. مثلاً هغه پرېکړه چې د حجاب په اړه شوې بیا د همدغه ارشاد او دعوت مدیریت کسان راغلل او محصلینو ته یې وویل چې باید په بشپړه توګه حجاب مراعت کړئ، بله پرېکړه یې هم دا وه چې د اسلامي ثقافت کریډیټونه زیات شي."




له دې سره په افغانستان کې د یو بل خصوصي پوهنتون محصل عمران خان وایي، تر اوسه دغه ډول مدیریت د دوی په پوهنتون کې نه دی رامنځته شوی خو دی اندېښمن دی چې په پوهنتونونو کې د ارشاد او دعوت څانګې شتون د استادانو محصلینو او ټولګیوالو تر منځ د تعلیم کولو او علمي تجربو د تبادلې مخه ونه نیسي.


عمران خان ټینګار کوي، په هغه رشته کې چې دی زده کړې کوي ډېری استادانې یې ښځینه دي او د محصلینو ډله ییز کار ته اړتیا لري.


هغه زیاتوي: "کله چې د تبلیغ مسئله راځي او په پوهنتون کې د طالبانو یو کس موجود وي او د ټولو محصلینو او استادانو ناسته پاسه تر نظر لاندې ولري که وغواړو که ونه غواړو ډېر بدلونونه به رامنځته شي. مثلاً زموږ ډېر استادانې ښځینه دي او موږ استادې ته ورشو او د خپلې ستونزې حل ورنه وغواړو زه فکر کوم دا د طالبانو له انده ستونزه لري."


دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یو استولي مکتوب کې ټولو خصوصي پوهنتونونو ته لس ورځې وخت ورکړی، چې د ارشاد او دعوت د مدیریت د اجراتو په برخه کې په رسمي توګه دغه وزارت تع راپور ورکړي.


احمدي په کابل کې د یو خصوصي پوهنتون استاد دی وایي، له څو مودې راهیسې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست هڅه کوي څو پر محصلینو او پوهنتونونو کې د کړنو او برنامه په برخه ځینې قیودات وضع کړي.


هغه وايي: "په ټوله کې دوی خصوصي پوهنتونو ته یو مکتوب استولی چې د تاسو پوهنتونونو کې باید زموږ کس وي او تاسو ورته زمینه برابره کړئ او دفتر ورکړئ چې په دې ټولنه کې امر بالمعروف او نهی عن المنکر په کې پوره څارنه وکړي."


د طالبانو حکومت په داسې حال کې په خصوصي پوهنتونونو کې د ارشاد او دعوت مدیریتونه جوړول حتمي کړي، چې په ملي او نړیواله کچه د طالبانو له لوري د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو ډېرېدو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو په خپله وروستۍ ناستۍ کې د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د بندیزونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus