اروپايي ټولنه: له ایران سره د اټومي موافقې په اړه خبرې ژر پيلېږي
ښاغلي بورېل نن د ایران د بهرنیوچارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې په خبرو کې د ځنډ درې میاشتې پوره شوي او په کار ده چې خبرې چټکې شي.
بورېل بېګا ایران ته له دوه ورځني سفر مخکې پر ټویټر ولیکل، چې ډيپلوماسي د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د اټومي موافقې د پوره عملي کولو یوازینۍ لاره ده.