د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر ایران ته روان شوی
ښاغلي بورېل ایران ته له دوه ورځني سفر مخکې پر ټویټر ولیکل، چې ډيپلوماسي د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د اټومي موافقې د پوره عملي کولو یوازینۍ لاره ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده پرون له دې مخکې ویلي و، چې دوه اړخیز اړیکي، سیمه ییز او نړیوال مسایل او همداراز پر ایران د بندیزونو د لیرې کولو وروستی حالت به د دې خبرو د اجنډا مهمې مسایل وي.