Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

اوچا: په زلزله ځپلو سيمو کې د کولرا ناروغۍ د خپرېدو ګواښ د اندېښنې وړ دی

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر" اوچا" په خپل تازه خپور کړي راپور کې اندښنه ښودلې چې په زلزله ځپلو سیمو کې تر زلزلو او زیانونو وروسته د اسهال پېښې مخ په زیاتېدو دي خو هڅه کوي چې ژر تر ژره دغو سیمو ته د څښلو پاکې اوبه او نورې بشري مرستې ورسوي.


د افغانستان په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د شدیدو زلزلو له امله زرګونه زیانمنې شوې کورنۍ د بېړنو لومړنیو مرستو غوښتنې کوي.


د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ دو تنو زلزله ځپلو چې کورونه يې په بشپړ ډول له منځه تللي او د کورنۍ زیات شمېر غړي یې مړه شوي وایي شدیدو بشري په ځانګړې توګه خوراکي توکو او د سرپناه ځاینونو ته یې اړتیا ده.


باجان او عبدالرازق ازادي راډیو ته وویل: "د نوي سلنو خلکو کورونه په بشپړه توګه ویجاړ دي، ټولو خلکو دا تېره شپه هم تر بارانونو لاندې تېره کړې، موږ ټول خلک سرپناه، خوراکي توکو او درملو ته شدیدا اړتیا لرو."



"تر ټولو مهمه اوس خېمو او خوراکي توکو اړتیا ده، ځکه ټول خوراکي توکي تر خاورو لاندې دي."


په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا اندېښنه ښودلې چې په یادو زلزله ځپلو سیمو کې د پاکو اوبو او خوراکي توکو د نشتون له امله د اسهال پېښې مخ په زیاتېدو دي.




اوچا په خپل تازه ورځني راپور کې د افغانستان لپاره د بشري مرستو همغږي کوونکي رمیز الکباروفپه حواله لیکلي تمه لري چې په راتلونکو ورځو کې به اغېزمنو سیمو ته یو ټیم رهبري کړي ترڅو د مرستو رسولو هڅو د همغږۍ ملاتړ وکړي.


دغه ادارې ویلي تر دې دمه په زیانمنو ولسوالیو کې زلزله ځپلو ته تر یو حده مرستې رسېدلي او هڅه کېږي د نورو مرستو همغږي هم وشي.


بلخوا پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت وایي په دې وروستیو ورځو کې د زلزلو او شدیدو ورښتونو له امله د سېلابونو راوتلو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه کسان وژلي او ټپیان کړي دي.




د دغه وزارت ویاند نسیم حقاني ازادي راډیو ته وویل: "وروستیو ورځو کې چې کوم سېلابونه راغلل او زلزله وشوه، د سېلابونو له امله زموږ ۲۲ هېوادوال په شهادت رسېدلي او شاوخوا ۱۰۰ کسان ټپیان دي، همدارنګه د زلزلې له امله د شهیدانو شمېر زرو ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر دوه زره دی چې په هغه کې شدید او برسېرن ټپیان په‌کې شامل دي همداسې د دې پېښو له امله شاوخوا لس زره کورونه ویجاړ شوي دي."


خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یوناما سرپرست رامز الاکبروف ویلي د دغه زلزلې له امله تر دې دمه د اته سوه کسانو مړینه تایید شوې ده.




له دې وړاندې ملګرو ملتونو ویلي چې د وړاندوینو له مخې ښايي په دې مرګونې زلزلې کې شاوخوا ۲۰۰۰ کورونه ویجاړ شوي وي.


هڅه مو وکړه چې په زلزله ځپلو سیمو کې د کولرا ناروغۍ د ګواښ په اړه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت نظر هم واخلو خو ویاند یې د دې راپور تر لیکلو زموږ اړیکې ځواب نه کړې.


په خوست او پکتیکا کې دغه سخته زلزله چې د شدت اټکل یې د ریښتر په کچه ۶ عشاریه ۱ ښودل شوی د تېرې اونۍ د چهارشنبې په شپه وشوه چې له امله د دغو ولایتونو په بېلابېلو ولسوالیو کې بې ساري ویجاړي رامنځته شوه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus