Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د اوکراين په جګړه کې دويم امريکايي وګړی وژل شوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې په اوکراین کې د روسیې په وړاندې جګړه کې دوهم امریکایی وژل شوی دی.


په عین حال کې د امریکا لوی څارنوال ژمنه کړې چې هرهغه کس به عدالت ته راکاږي چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په ترڅ کې یې په اوکراین کې جنګي جرمونه ترسره کړې وي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون سې شنبې واشنګټن پوست ورځپاڼې ته تایید کړه چې دوهم امریکایی، ۵۲ کلن سټیفن زیبلسکي د تېرې می میاشتې په پنځلسمه د اوکراین په ژپوریژیا سیمه کې وژل شوی دی.


په دې اړه نور جزیات نه‌دي ورکړل شوي خو ویل شوي چې نوموړی د روسي ځواکونو په وړاندې جګړې لپاره اوکراین ته تللی و.


تر دې مخکې په تېره اپریل میاشت کې یو پخوانی امریکایي پوځي ویل کانسل هم په اوکراین کې وژل شوی و.


تېره اونۍ د روسیې رسنیو راپور ورکړ چې د امریکا دوه پخواني پوځیان خارکییف ته نژدې د جګړې په جریان کې د روسي ځواکونو له خوا اسیران شوي دي.


د جون په نهمه د برېتانیا دوه وګړي او یو مراکشی د اوکراین په دونیڅک سیمه کې د روس پلوه بیلتون غوښتونکو له خوا په اعدام محکوم شول.


دوې په مغرضانه فعالیتونو تورن شوي و.


بریتانیا، ملګروملتونو، اوکراین او جرمني د دغو درې تنو د اعدام حکم غندلی دی.

 




په عین حال کې د امریکا لوی څارنوال میریک ګارلند ژمنه کړې چې هرهغه کس به عدالت ته راکاږي چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په ترڅ کې یې په اوکراین کې جنګي جرمونه ترسره کړې وي.


هغه دغه ژمنه پرون سې شنبې اوکراین ته د سفر پر مهال وکړه او زیاته یې کړه چې هیڅوک نه‌شي کولای چې د دغسې جرمونو په خاطر له عدالت څخه ځان پټ کړي.




د امریکا د عدلیې وزارت وایي، د دې هېواد لوی څارنوال خپل اوکرایني سیال ته ویلي چې پر جنګي جرمونو د څارنې یوه کمېټه به وګماري.


دوه ورځې وروسته پر اکراین د روسیې جګړه پنځمې میاشتې ته داخلیږي.


په دې موده کې په اوکراین کې په زرګونو کسان وژل شوي او په ميلیونونه نور هم له هېواد بهر نورو اروپایي هېوادونو کډه کولو ته اړ کړای شوي دي.


د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ ویلي چې له وضعیته داسې برېښي چې د اوکراین جګړه به کلونه دوام وکړي او له لویدیځ دولتونو غواړي چې کییف ته نورې پرمختللې وسلې او تجهیزات ورکړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus