Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

نېډ پرایس: پر دوو طالب چارواکو د سفر بندیزونه د امریکا په وړاندیز لګېدلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو د دوو چارواکو د سفر بندیزونه د دوی په وړاندیز لګېدلي دي.


له هغې وروسته چې د طالبانو په دوو چارواکو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا د لګېدلو بندیزونو موضوع رسنیزه شوه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا کار د دوی په وړاندیز شوی.


د دې وزارت ویاند نېډ پرایس د سه‌شنبې په ورځ په دې تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "موږ وړاندیز وکړ چې ملګري ملتونه دا ګام پورته کړي، څو طالبان پوه شي چې له منځنیو زده‌کړو د نجونو راګرځول پایلې لري، لکه د ملګرو ملتونو دا پرېکړه. امنیت شورا په خپلو اعلامیو کې بشري حقونو ، له دې ډلې نجونو او ښځو او نورو لږکیو ته د نه احترام له امله، خپله اندېښنې شریکې کړې دي."


د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، دوی به په ملګرو ملتونو کې له خپلو شریکانو او نورو سره په دې اړه همغږۍ ته دوام ورکړي، څو هغه کسان چې مسوول دي، ځواب ورکړي.


د ښاغلي پرایس په خبره، ځواب ورکول یوازې د هغو کسانو کار نه‌دی چې وروستیو کې یې په افغانستان کې تاوتریخوالی کړی، بلکې هغه کسان هم په کې شامل دي چې په دې هېواد کې بشري حقونه کمزوري کوي او تر خوا یې د لږکیو حقونو ته پام نه‌کوي.


خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت بیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا پرېکړه، بې‌ګټې فشار او د طالبانو له قوله، د ازمویل شويو ناکامو تجربو تکرار بولي.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزرات د ویاند مرستیال حافظ ضیااحمد تکل رسنیو ته یو استول شوي تصویري پیغام کې ویلي: "خو متاسفانه چې په ۲ نورو لوړ رتبه غړو یې تازه بندیزونه لګولي، د بهرنیو چارو وزارت په اسلامی امارت دا ډول فشارونه بې ګټې او د ازمویل شويو ناکامو تجربو تکرار بولي چې هیڅ نتیجه به ور نه کړې."


خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو په ۱۳ نورو مشرانو د سفرونو د معافیت پرېکړه، ستايي.




هاخوا د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې که څه هم له دې پرېکړې هرکلی کوي، خو وايي، کافي نه‌دی.


د ښځو د حقونو فعاله او د افغانستان د ښځو د حقونو فعاله شمیلا زراع وویل: "کاشکې دا پرېکړه په لومړی میاشتو کې شوې وای، خو دا کافي نه‌ده. ای کاشکې دا محدودیتونه د طالبانو په ټولو لوړو پوړو چارواکو لګېدلی وای او کاشکې پر نورو ۱۳ طالب مشرانو هم معافیت غځېدلی نه‌وای او دوی هم د دې دوو په نوم‌لړ کې راغلی وای."


ملګرو ملتونو پرون د دوشنبې په ورځ د هغه څه له امله چې د افغان نجونو د زده‌کړو او تحصیل پر وړاندې سخت دریځ یادېږي، د طالبانو د لوړو زده‌کړو د سرپرست عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت په مرستیال سیداحمد شهیدخېل د سفر بندیز ولګاوه.




د فرانسې خبري اژانس په ملګرو ملتونو کې د یو شمېر دیپلوماتانو له قوله لیکلي، خو په ۱۳ نورو طالب چارواکو د سفر د معافیت بندیز له دوو تر درې نورو میاشتو وغځول شو.


په راپور کې ویل شوي، که د دوو میاشتو تر تېرېدو وروسته د دې سازمان د یادې کمېټې کوم غړی اعتراض ونه لري، دغه موده خپله یو میاشت نوره هم غځېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus