Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

طالبان: د بریتانیا پنځه وګړي د تفاهم له مخې خوشې شوي

د طالبانو حکومت وایي، د بریتانیا هغه پنځه وګړي یې د بریتانیا له حکومت سره د یوه تفاهم له مخې خوشې کړي چې څو میاشتې ور سره بندیان وو.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون دوشنبې وویل، دغه برتانوي وګړي د بریتانیا له حکومت سره له پرله پسې غونډو وروسته د یوه تفاهم له مخې تېره ورځ خوشې شول او هغه هېواد ته وسپارل شول.


مجاهد په یوه بیان کې چې په خپله ټویټرپاڼه یې خپور کړی، د شوي تفاهم په اړه نور جزییات نه دي ورکړي خو دومره یې ویلي چې دغه برتانویان شپږ میاشتې مخکې په دې خاطر نیول شوي وو، چې د افغانستان له نافذه قوانینو او د دې هېواد د خلکو د عنعناتو خلاف یې کړنې ترسره کړې وې.




مجاهد نه دي ویلي، چې دوی څه ترسره کړي و چې له امله یې څو میاشتې بندیان کړي وو.


ازادي راډیو هڅه وکړه، چې له مجاهد څخه د دې او د بریتانیا له حکومت سره د شوي تفاهم په اړه نور معلومات ترلاسه کړي خو پرله پسې تماسونو مو کومه نتیجه ورنه کړه.


بل لور ته د بریتانیا د بهرنیو چارو، کامنویلټ او پراختیا دفتر پرون دوشنبې په یوه بیان کې د طالبانو د حکومت له خوا د پنځو برتانویانو د خوشې کیدو هرکلی او د دې اقدام ستاینه کړې او ویلي یې دي چې دغو وګړو د بریتانیا له حکومت سره په افغانستان کې کار نه کاوه او دې هېواد ته د حکومت د سفر نه کولو سپارښتنه یې له پامه غورځولې وه چې دا یوه تېروتنه وه.


د بریتانیا حکومت په دغه بیان کې دغه راز ویلي، چې که دوی د افغانستان له کلتور، دودونو او قوانینونو کومه سرغړونه کړې وي، د کورنیو په استازیتوب یې بخښنه غواړي.


د طالبانو حکومت او د بریتانیا حکومت د دغو برتانویانو هویت نه دی په ډاګه کړی خو لندن مېشتي د فرونټ لاین کلب په نوم د خبریالانو یوه کلب چې د بي بي سي د پخواني کمره مین پیتر جووینلز د خلاصون لپاره کمپاین کاوه، په پنځو خوشې شویو کسانو د هغه خوشې کېدل تایید کړي دي.


د دغو برتانوي وګړو له خوشې کېدو سره هممهاله وړمه ورځ د بریتانیا حکومت وویل، چې د افغان اتباعو په شمول د هیچا ملاتړ نه کوي چې غواړي د تاوتريخوالي له لارې په افغانستان کې سياسي بدلون راولي.




دا خبره په دوحه کې مېشت د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت شارزدافیر هوګو شارتر په یوه بیان کې چې د بریتانیا د حکومت په رسمي ویب پاڼه خپور شوی، وکړه او دغه راز یې وویل چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د بریتانیا په خاوره کې دغسې هڅې مخ ته یوسي.


اوس پوښتنه داده چې ایا دغه وروستۍ څرګندونې او اقدامات د طالبانو د حکومت په وړاندې د بریتانیا د حکومت په دریځ کې د بدلون نښه ده، په دې اړه په لندن کې مېشت پخوانی افغان ډیپلومات غزیدالدن معارج وایي، ښایي د پردې ترشاه کومه معامله شوې وي او زیاته کړه چې د طالبانو حکومت هم له نړیوالو سره تعامل ته اړتیا لري او بریتانیا هم په سیمه کې خپلې ګټې تعقیبوي.


معارج زیاتوي: "خامخا دوی سره د پردې تر شا کوم تفاهم کړی چې د دوی هغه اسیر کسان چې بندیان وو ورسره، هغه یې ورته پریښي دي. او انګلستان هم په بدل کې دوی ته شین څراغ ښودلی دی، د بېلګې په توګه په بریتانیا کې مېشتو هغو سیاسونو ته به چې دې هېواد ته ورغلي اجازه ورنه کړي چې تخریبي سیاست مخ ته یوسي یا په افغانستان کې د زور او خشونت له لارې تغیر راولي. بریتانیا دا هم ویلي چې په افغانستان کې امن او ثبات ورته مهم دی."


د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت شارزدافیر دغه راز ویلي، چې په افغانستان کې هر ډول تاوتریخوالی د هیچا په ګټه نه ده او د سولې او ثبات د ټینګښت، افغانانو ته د اړتیا وړ بشري مرستو د رسولو او د ګډو امنیتي اندېښنو په خاطر د افغانستان له اوسنۍ ادارې سره د عملي تعامل پرته بل بدیل نه شته.


د طالبانو حکومت هم د بریتانیا د دې دریځ تود هرکلی وکړ.


پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو څه باندې لس میاشتې ووځي خو حکومت یې تراوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.


نړیوال د نجونو او ښځو د زده کړې او کار کولو په ګډون پر بشري اساسي حقونو د طالبانو د حکومت له خوا لګول شوي محدودیتونه، د دغه حکومت د په رسمیت پېژند لوپه وړاندې ستر خنډ بولي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus