Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په اندونیزیا کې معترض افغان کډوال: زمونږ اساسي حقونه باید راکړل شي

په اندونیزیا کې یو شمېر افغان کډوالو نن په بېلابېلو اعتراضیه ناستو کې غوښتنه وکړه، چې اساسي حقونه یې باید ورکړل شي. 


په اندونیزیا کې مېشت يو افغان کډوال وايي، په دې هېواد کې له کلونو تېرېدو وروسته یې هم د بیا مېشتېدو ستونزه نه ده حل شوې.


افغان کډوال د دوشنبې په ورځ د اندونیزیا په بېلابېلو ښارونو کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍاو د دې هېواد د بشري حقونو د دفترونو مخې ته را ټول شوي وو او د خپلو اساسي حقونو غوښتنه یې کوله.


افغان کډوال کامران، چې د اندونیزیا د سورابیا ښار په یوه لاریون کې یې ګډون کړی و، ازادي راډيو ته وویل: "۹ کاله کېږي چې په اندونیزیا کې په ډېرې سختۍ ژوند کوو، هېڅ ډول انساني حقونه نه لرو، ځکه نن د اندونیزیا د بشري حقونو د دفتر مخته راغلي یوو."


دی وايي، دا پنځم ځل دی چې لاریونونه کوي خو د اندونیزیا د بشر حقونو دفتر هېڅ پاملرنه نه ورته کوي.


د اندونیزیا په جاکارتا کې بله افغان کډواله ګل اندامه هم له ورته برخلیک سره مخ ده.


هغه وايي، چې له نورو افغان کډوالو سره یې نن د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د دفتر مخ ته اعتراض وکړ.


نوموړې زياته کړه: "موږ نن د يو اين ايچ سي آر دفتر مخ ته د حق غوښتلو لپاره را ټول شوي وو. ټولې ښځې او سړي د دفتر مخ ته راغلي وو چې د خپل مظلوميت غږ تر نړيوالو او هغوی ته ورسوي چې د بشر حقونو مدافعان دي. موږ د بیا مېشتېدو غوښتنه کوو."


دا کډوال ادعا کوي، چې د څو کلونو له تېرېدو وروسته هم په دې هېواد کې له یوه نامعلوم برخلیک سره ژوند کوي.


په اندونیزیا کې افغان کډوال په داسې حال کې اعتراض کوي، چې نن د جون ۲۰مه د کډوالو نړيواله ورځ ده.


په اندونیزیا کې د افغان سفارت قنسول احمد طارق ثاني د افغان کډوالو د ستونزو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "اندونیزیا په کلني ډول د ۳۰۰ نفرو د بیا مېشتېدو سهمیه لري، هغوی هڅه کوي چې د کډوالو د سازمان له لارې دا سهمیه ډېره کړي څو هغه کډوال چې په اندونیزیا کې دي، د بیا مېشتېدو چاری یې ژر وشي."


په اندونیزیا کې د افغان سفارت د معلوماتو پر بنسټ اوس په دې هېواد کې د کډوالو د نړيوال سازمان لخوا ۱۶۰۰۰ کډوال ثبت شوي دي چې ۷۵۰۰ یې افغانان دي.


په اندونیزیا کې د افغان کډوالو د بې برخلیک پاتې کېدو موضوع تر دې مخکې ډېر غبرګونه راپارولي وو او په ټولنیزو شبکو کې یې د هغوی لپاره د عدالت غوښتنې کمپاینونه هم پیل کړي وو.


په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني د دوشنبې په ورځ د کډوالو د ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې له بېلابېلو هېوادونو وغوښتل، چې د افغان کډوالو حقونه دې د نړيوالو قوانینو پر بنسټ تامین کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus