Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د بښنې نړيوال سازمان په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر وضعيت اندېښنه ښودلې

دې سازمان نن د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره شوې شوې اعلامیه کې لیکلي، یو شمېر هېوادونو کې افغان کډوال له خپلو انساني حقونو برخمن نه‌دي.


دانش افغان چې د ترکیې په استانبول کې افغان کډوال دی او له دوی سره د ترکیې د پولیسو د چلند کیسه کوي وايي، په کور، کار ځای او هیڅ یوه سیمه کې خوندي نه‌دي.


نوموړی وايي: "پرون موږ د استانبول په یوه فابریکه کې کار کاوه، پولیسو راغلل یو ځل یې پوښتنه وکړه او بیا یې چاپه ووهله. له هغه ځای موږ ووتلو او یو بل ځای ته راغلو. نن سبا ډېر بد وضعیت دی، افغانان ډېر زیات دي او ډېر را کډوال شوي دي."


یو بل افغان کډوال صدام وايي، پولیس د افغان کډوالو پر وړاندې له هغې هم زشت چلند کوي چې فکر یې کېږي.


ده نن ازادي راډیو ته وویل: "کله چې دې کمپونو ته یوسي، هلته چې ګوتې نه لګوې، په زور یې در باندې لګوي، وهې دې هم. بس هر څه په کې دي."


دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړیوال سازمان هم په خپلې تازه اعلامیه کې په ترکیه، ایران، پاکستان، ازبیکستان، تاجیکستان او مالیزیا کې د افغان کډوالو په وضعیت اندېښنه ښودلې.


دې سازمان نن د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، په دې هېوادونو کې افغانان له انساني حقونو برخمن نه‌دي او له تاوتریخوالي، بدچلند او وحشت سره مخ دي.


د بښنې نړیوال سازمان ویلي، افغان کډوال د کار، زده‌کړو او د قانوني اسنادو د نه‌لرلو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.




د ترکیې اناتولي خبري اژانس د دې هېواد د چارواکو له قوله لیکلي، سبا به هم ۶۸۱ تنه افغانان په درې الوتکو کې کابل ته واستوي.




اناتولي خبري اژانس د ترکیې د چارواکو له قوله لیکي، د جون له ۵ تر ۱۹مې په لس چارتر الوتکو کې کابل ته ۱۶۹۱ غیرقانوني افغان کډوال استول شوي دي.


د دې اژانس د معلوماتو پر بنسټ، د ۲۰۲۲ کال د جنوري له ۲۷مې له ترکیې افغانستان ۲۰ زره ۷۹۹ غیرقانوني افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.


طالبان بیا د دې لړۍ د درېدو غوښتنه کوي.


د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل: "نورو هېوادونو کې د مهاجرینو ستونزې موږ درک کوو او د بهرنیو چارو وزارت په غونډو کې مو له دې هېوادونو سره شریکې کړي هم دي. هڅه کوو چې په اجباري توګه د افغان کډوالو د را ستنولو لړۍ ودرېږي او یوه حل لار ورته پیدا شي."


ترکي چارواکي وايي، افغان کډوال د مهاجرت د بشپړو اسنادو د نه لرلو له امله افغانستان ته استوي، خو له دې وړاندې داسې راپورنه هم وه، چې افغان کډوال په دې هېوادونو کې د جرایمو د ترسره کولو له امله خپل هېواد ته استول کېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus