Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په سرحدي ولایتونو کې بیا د کلدارو او تومانو کارونه ډېره شوې

د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې یو ځل بیا د کلدارو او تومانو کارونه ډېره شوې ده.


د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې هټیوال (دوکانداران) او سوداګر وايي، د افغانیو ځای کلدارو او تومان نیولی او تر ډېره راکړه ورکړه په همدې اسعارو کېږي.


په سرحدي ولایتونو کې د ګاونډيو هېوادونو اقتصادي اغېز، د افغانیو نوټونو کموالی او د اړوندو ادارو لخوا دې مسئلې ته نه پاملرنه لامل شوې چې په دې ولایتونو کې په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه ډېره شي.


حبیب الرحمان رحیمي چې د کندهار په ښار کې د موبایلو پلورنځی لري، وايي، په دې ولایت کې اوس د کلدارو کارونه ډېره شوې او دوی چې مشتریانو ته خپل توکي په افغانیو هم بیه کوي، هغوی کلدارې ورکوي.


رحیمي ووویل: "ټول خلک چې وینې، کلدارې راوړي. د کلدارو بیه ټیټه ده، ځکه ټول کاروبار په کلدارو دی، یو شی چې موږ په افغانیو ورته بیه کړو، دوی وايي چې کلدارې څو درکړو؟"


په نیمروز کې بیا د افغانیو په ځای تومان کارول کېږي.


د دې ولایت اوسېدونکي محمد عوض محمدي ازادي راډيو ته وویل، چې له ایران سره ګډه پوله، ایران ته د دې ولایت د اوسېدونکو ډېر تګ، سوداګري او د نیمروز په بازارونو کې د افغانیو نوټونو کموالی لامل شوی چې د دې ولایتونه اوسېدونکي د افغانیو پر ځای تومان وکاروي.


محمدي وايي: "دلته افغانۍ ډېرې کمې پيدا کېږي، میده پیسې هم که وي، ډېرې سولېدلي او دوکانداران یې نه اخلي خو د ایران پیسې که زړې هم شي، چلېږي او اخیستل کېږي."


د افغانستان په ختیځ کې که څه هم د تېر جمهوري حکومت په مهال د افغانیو د ترویج لپاره سیمه ییزو چارواکو ډېرې هلې ځلې وکړې خو اوس هم کلداره په کې چلېږي.




په ننګرهار کې د سوداګرو او د اصنافو د ټولنې مشر عزیزالرحمان عرب ازادي راډيو ته وویل، چې په ختيځ کې راکړه تر ډېره په افغانیو کېږي خو په سرحدي ولسوالیو کې لا هم د افغانیو پر ځای کلداره کارول کېږي.


عرب وویل: "په ختيځ کې ډېره راکړه ورکړه په افغانیو کېږي خو په سرحدي ولسوالیو لکه شینوارو، مومنددرې او تورخم کې د کلدارو د کارونې فیصدي ډېره ده. په دې ولسوالیو کې د ډېرو شیانو پېر او پلور په کلدارو کېږي."


ښاغلی عرب وايي، په دې اړه دوی، د طالبانو د حکومت له اوسنیو چارواکو سره هم خبرې کړې دي خو هغوی په دې مسئله کې جدیت نه دی ښودلی.


د طالبانو په مشرۍ د افغانستان بانک مسولانو تر دې مخکې ویلي و، چې دوی په هېواد کې د افغانیو د ترویج لپاره کوي خو دا چې تازه په سرحدي ولایتونو کې د بهرنیو اسعارو د مخنیوي او د افغانیو د ترويج لپاره څه پلانونه لري؟ په دې اړه یې زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.


د یادونې ده، چې د تېر جمهوري نظام پر مهال د افغانستان په بازارونو کې په کلدارو او تومان د راکړې، ورکړې د مخنیوي او د افغانیو د ترویج په موخه د ټولنیزو رسنیو ډېر شمېر کارونکو هم، کمپاینونه کړې وو.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus