Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

روسیې د افغانستان پر صادراتو ګمرکي تعرفه معاف کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وایي چې روسیې د افغانستان پر صادراتو ګمرکي تعرفه معاف کړې دي.


روسیې د طالبانو په مشرۍ د افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې د صادراتو ګمرکي محصول معاف کړی دی.


د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر یونس مهمند نن چهارشنبه د جون په ۱۵ ازادي راډیو ته وویل چې دوی دا پرېکړه تېره اونۍ په کابل کې د روسیې سفارت له سوداګریزې اتشې او روسي سوداګرو سره په مجلس کړې ده.


نوموړي ويلي: "دوی موږ ته دا اطمینان راکړ چې د روسیې جمهوریت د افغانستان پر صادراتو ټول محصولات معاف کړي دي،دا ډېره ښه خبره ده."


ښاغلی مهمند وایي، ډېر ژر به روسیې ته د صادراتي توکو لېست خپور شي او د لېست له بشپړېدو سره به روسیې ته پر افغان صادراتو د ګمرکي تعرفو د لغوه کولو بهیر پیل شي.


د دغې خونې شمېرې ښېي چې روسیې ته د افغانستان صادرات په هېواد کې د لوړو ګمرکي تعرفو له امله په ډراماتیک ډول کم شوي دي.




دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ټولو سکټورونو تر څنګ د افغانستان سوداګري او سوداګر هم له ننګونو سره مخ او او د اکثرو نړیوالو صادراتو مخه یې ډب شوه، چې له دې امله د دغه هېواد اقتصادي وضعیت لا کړکېچن شو.


خو د طالبانو د حکومت له شاوخوا شپږو میاشتو وروسته ورو- ورو د افغانستان ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان، چین، هند او ځینو نورو هېوادونو ته په ابتدایي توګه راکړه ورکړه بېرته پیل شوه.


بلخوا ځینې اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې د افغانستان اوسنیو اقتصادي حالتو ته په کتو د روسیې دا اقدام افغان سوداګرو ته خورا ګټور تمام شي.




له دې ډلې عبدالله واحدیار ازادي راډیو ته وویل: "هغه مواد چې اوس وخت افغانستان کې یې کمښت دی او دا هېواد ورته اړتیا لري لکه ارتزاقي توکي روسیه یې پراخ صادروونکی هېواد دی، همدارنګه د روسیې لپاره بیا د خامو موادو د صادرولو لپاره افغانستان ښه سرچینه ده، نو د دغو دوو هېوادونو ترمنځ اړیکې څومره چې پراخېږي د افغانستان او د سیمې هېوادونو په ګټه دي."


د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې ممیز، کچالو او پیاز روسیې ته د افغانستان صادرات دي.


د یادونې وده چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال د ګاونډیو هېوادونو او نړیوال بازار ته د بېلابېلو افغاني تولیداتو صادرات کېدل، په دې وروستیو کې بیا د تېر جمهوري حکومت د چارواکو د ورکړو معلومات له مخې د صادراتو له درکه د افغانستان کلني عواید یو میلیارد ډالرو ته لوړ شوي وه - هغه څه چې د طالبانو له واکمنېدو سره له زیان او ننګونو سره مخ شول.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus