Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

یو شمېر ځوانان: د مطالعې شوق مو کم شوی

که څه هم د یو شمېر خلکو په خبره، په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په وړاندې ستونزې شته خو یو شمېر ځوانان هڅه کوي، چې د مطالعې او کتاب لوست فرهنګ پراخه کړي.


فریده د کابل اوسېدونکی او د دولسم ټولګي زده کوونکې وايي، د طالبانو له راتګ وروسته یې له زده کړو او مطالعې لرې شوې او شوق یې له کتاب لوستو سره کم شوی دی.


هغه زیاتوي: "ما به د ښوونځي له کتابونو پرته نور کتابونه هم لوستل، او بې کارۍ وخت به مې پرې تېروو، خو چې ښوونځي زمونږ پر مخ وتړل شول، زه اوس له کتاب لوستلو سره هېڅ علاقه نه لرم."


دی وايي، کومې ټولګیوالې یې چې د ده سره یو ځای مطالعې ته تلل، هغوی هم ورسره بې علاقې شوي دي.


دا په داسې حال کې ده، چې د علامه فیضاني فرهنګي بنسټ د یکشنبې په ورځ په کابل کې د کتابونو یو درې ورځنی نندارتون پرانیست.


د یاد بنسټ د مسوولانو په خبره، په دغه نندارتون کې شاخوا ۳۰۰۰ بېلابېل کتابونه نندارې ته وړاندې شوي او په ارزانه بیه لوستونکو ته ورکول کېږي.


د علامه فیضاني بنسټ د ځوانانو برخې مسوول خلیل الله ناصري د دې نندارتون په اړه ازادي راډيو ته وویل: "مونږ غواړو چې ځوانان مطالعې ته وهڅول شي، او ځان په مطالعې بوخت کړي، ځکه چې د هېواد راتلونکې په دوی پورې تړلې ده، مونږ دا نندارتون د درې ورځو لپاره جوړ کړی دی."


نوموړی وايي، چې د نندارتون په لومړی ورځ د لیدونکو او اخیستونکو شمېر کم وو.




دا په داسې حال کې ده، چې دوه اوونۍ مخکې درې تنه نجونو د (شمال نجونو ټیم) په نوم د واټ په سر د کتابونو یو نندراتون د کابل په خیر خانې مینه کې جوړ کړی و.


د دغه نندارتون جوړونکو د دغه کتابتونو له جوړولو موخه د کتاب لوست او مطالعې فرهنګ ترویج او دا پیغام رسول ښيي، چې ښځې باید له خپلو حقونو بې برخې نه شي.


په ورته وخت کې یو شمېر ځوانان چې د کتاب لوستلو لو مطالعې فرهنګ مینه وال دي وايي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې بې وزلي او بې کاري ډېره شوې او دوی د کتابونو د اخیستلو توان نه لري او یوازې دومره کوي څو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ وګټي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus