Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کابل کې حاجيانو ته د ویزو د ورکړې بهیر پیل شو

د طالبانو حکومت د حج اوقافو وزارت وايي، دغه بهیر د جون میاشتې په لسمه (نن) پیل شوی او هغه زارئینو ته به ویزې ورکول کیږي چې د فرضي حج لپاره یې ټول شرایط برابر کړي وي.


د طالبانو حکومت د حج او قافو وزارت وزارت وايي، هغه حاجیان چې د فرضي حج کولو لپاره په ټولو شرایطو برابر دي د ویزو د ورکړې بهیر یې نن په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت لخوا پیل شو.


دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دوي هڅه کوي چې د افغان حاجیانو لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.


موږ هڅه وکړه چې ددغې پروسې د پیل په اړه نور جزییات هم ترلاسه کړو خو ددې وزارت ویاند زموږ اړیکه ځواب نه‌کړه.


 




سږ کال له افغانستان نه یوازې ۱۳۵۸۲ کسان د فرضي حج لپاره عربستان سعودي تللی شي.


دغه شان سعودي ته د حج لپاره هر تلونکی افغان باید ۴۲۰۰ ډالر ورکړي، په داسې حال کې چې مخکې دغه رقم ۲۴۰۰ ډالره وو.


د دې ترڅنګ له ۶۵ کاله زیات عمر لرونکو کسانو ته سږ کال په حج مراسمو کې د ګډون اجازه هم نه ورکول کېږي.


دغه شرایطو ته یو شمېر هغه افغانان چې د حج مراسمو کې یې د ګډون تمه یې درلوده، له خپله ګډونه په شاه شوي دي.




د هرات ولایت اوسېدونکي زین الله چې سږ کال یې د حج د ادا کولو نیت کړی وو خو د زیاتو پېسو له امله پېښمانه شوی.


نوموړی وايي: "ما سږ کال نیت کړی و چې دمکې مکرمې ښکلی زیارت به وکړم خو په تیر کلونو کې چې د حج مراسمو لپاره شاخوا زر ډالره اخیستل کېدل هغه مصرف اوس له ۴ زره ډالرو هم پورته شوی، اخیر ولې؟ اقتصادي وضیعت خراب دی، موږ له اسلامي امارت غواړو چې په دې برخه کې یوه همکاري وکړي."


د فراه ولایت اوسېدونکي محبوب چې درې کاله یې د فرضي حج لپاره انتظار ویستی وايي، د سږني کال شرایطو ته په کتو سره دفرضي حج د ادا کولو توان نه‌لري.


نوموړی وايي:




، که د تګ پر مهال څلور لکه ورکړم، له حج نه چې بېرته راګرځم هم پېسې ډېرې لګېږي او روان اقتصادي وضعت ته په کتو خلک نشي کولای."


د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې سږ کال به د حج مراسمو د ادا کولو لپاره په افغان حاجیانو نېږدې څلور لکه افغانۍ لګښت راشي.


ددغه وزارت ویاند وړاندې له دې ازادي راډيو ته ویلي و چې له هر حاجي د ډېرو پېسو اخیستلو یوازینی دلیل د سعودي عربستان لخوا د ټيکسونو لوړول، د الوتګو ټیکټونه او حاجیانو ته لازمو امکاناتو برابرول دي.


دا په داسې حال کې ده، چې د کرونا ویروس له خپرېدو مخکې به له افغانستان نه هر کال دېرش زره حاجیان د فرضي حج د مراسمو دادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تلل.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus