Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د 'اجمل حقيقي' د خپور شوي اعتراف ويډيو غبرګونونه راپارولي

د طالبانو له لوري د افغانستان دمشهور مډل او یوټیوبر اجمل حقیقي او د همکارانو د اعتراف ویډیو خپرولو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.


په رسنیو کې د خپرې شوې ویډيو پر اساس، افغان مشهور مډل او یوټیوبر اجمل حقیقي له خپلو درېيو همکارانو سره د طالبانو د کمرې پر وړاندې په ولچک شویو لاسونو او پرېشانه څېرې د افغانستان له خلکو او طالبانو بخښنه وغوښته.


اجمل حقیقي په دې ویدیو کې وایي، چې په یوټیوب کې خپرو شویو ویډیوګانو کې يې مقدساتو ته توهین کړی دی.


خو مشخصه نه ده، چې د نوموړي دغه ویډیو تر کومو شرایطو لاندې ثبت شوې ده.


د طالبانو د حکومت د استخباراتو له لوري د دغه ویډیو د خپرېدو څرنګوالي په هېواد دننه او بهر د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.


د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو برخې مسوولې هیدر بار ازادي راډیو سره خبرو کې د رسنیزو کارکوونکو نیول او ګواښل د اندېښنې وړ وبلل.




بار وویل: "موږ د دغه یوټیوبر د نیولو په اړه راپور اندېښمن کړي یو، د بشري حقونو د څار سازمان د رسنیو له کارکوونکو سره د طالبانو چلند مستند کړی دی، هغه چلند چې دوی رسنیو ته ننوځي او خبریالان په تاوتریخجنه توګه ګواښي، دا د دې تایید مهر دی، چې دوی د بیان ازادي او فردي ازادي ځپي."


هڅه مو وکړه، چې د دغې ویډیو د خپرېدو په اړه د طالبانو د حکومت د ویاندویانو نظر هم واخلو، خو هغوی زموږ پوښتنو ځواب ونه وایه.


هغه ویډیو، چې له امله یې اجمل حقيقي او ملګري یې د طالبانو له خوا ونیول شول، په دې وروستیو کې د هغه په شخصي یوټیوب چینل کې خپره شوې وه.


په ویډیو کې اجمل حقيقي له دوو نارینه وو او څلورو ښځو سره لیدل کېږي او د هغه یو همکار چې د ده په خبره رواني روغتیایې د ډاډ وړ نه ده، د اسلامي مقدساتو په سپکاوي تورن شوی دی.


ځینو ویلي، چې هغه څوک چې ذهني ثبات نه لري باید په پروګرامونو کې ترې استفاده ونه شي.


په دې ویډیو کې د موجودو نجونو برخلیک لا نه تراوسه نه دى څرګند او دا هم نه ده معلومه، چې دوی په څه وضعیت کې دي.


اجمل حقيقي د دې ویډیو په تړاو دوه ځله له خپلو لیدونکو څخه بخښنه هم غوښتې ده.


خو دې بخښنې نوموړي ته کومه ګټه ونه رسوله.


افغان مډل او طرحه کوونکي اجمل حقیقي د طالبانو په لاس د حکومت له سقوط وروسته هم بېلابېل فیستیوالونه او د افغاني جامو نندارتونونه جوړ کړي او په دې وروستیو کې یې، په یوټیوب کې د بوختونکې ویډیوګانې خپرولې.


طالبانو د دې ویډیو له خپرولو مخکې هم د بشري حقونو ځینو فعالانو او ښځینه معترضینو د اعتراف ویډیوګانې خپرې کړې وې، چې د بشري حقونو د سازامانونو له انتقاد سره مخ شوي وو.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus