د ډنمارک فوټبال لوبډلې سيالې اتريشي لوبډلې ته ماتې ورکړه
د ډنمارک لپاره د لوبې لومړی ګول پیر امیل په ۲۸ دقیقه او استریجر لارسن په ۸۴ دقیقه کې ترسره کړ او د اتریش په ګټه یواځینی ګول ژاور اشلاجر د لوبې په ۶۸ قیقه کې ترسره کړ.
د تېرې شپې په بریا سره دنمارک شپږ امتیازونه ترلاسه کړل او د اروپا ملتونو لیګ د الف ګروپ په سر کې راغی.
اتریش د دریو امتیازونو په ګټلو سره دویم ځای خپل کړ او په دې توګه فرانسه او کراوسیا په ترتیب سره په دریم او څلورم ځای کې راغلل.