په بادغیس، ارزګان او کونړ کې له زرګونه کورنیو سره مرسته وشوه
دې پروګرام په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي، چې تېره اوونۍ یې په دې ولایتونو کې نږدې اوه زره کورنیو سره د خوړو او نغدو پیسو مرستې کړي دي.
په کونړ او ارزګان ولایتونو کې تېره اوونۍ پر نږدې شپږ زره کورنیو خوراکي مواد ویشل شوي او په بادغیس کې نږدې اوه سوه کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوي چې اندازه یې هرې کورنۍ ته ۵۷۰۰ افغانۍ ښودل شوې.
په عین حال کې د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د کرنې ادارې افغانستان د نړۍ د هغو شپږو هېوادونو په کتار کې راوستی چې تر ټولو زیات د قحطۍ له خطر سره مخامخ دي.