Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ننګرهار کې د څه باندې ۱۴ زره ټنه هندواڼې د حاصلاتو اټکل شوی

د ننګرهار کانال ریاست وایي، سږکال به دوی له څلورګونو فارمونوڅه باندې ۱۴ زره ټنه هندواڼه ترلاسه کړي.


د ننګرهار د کانال شرکت مسوولین په دغه ولایت کې د هندواڼو د حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکوي خو کروندګر بیا د بازار د نشتوالي شکایت لري.


د ننګرهار د کانال شرکت ویاند سید همایون غريبمل ازادي راډيو ته وویل چې د کانال شرکت په څلور ګونو فارمونو کې سږکال پر ۳ زره جريبه ځمکه هندواڼه کرل شوې چې ۱۴۶۷۰ ټنه حاصل به ورکړي.


د غریبمل د معلوماتو له مخې، پر همدې ځمکه تېر کال هم هندواڼه کرل شوې وه چې شااوخوا ۱۲ زره ټنه هندواڼه یې کړې وه.


غریبمل زیاتوي: "د ننګرهار کانال اړوند په درې زره جریبه ځمکه باندې سږکال هندواڼې کرل شوي او حاصلات به یې ۱۴۶۷۰ ټنه اټکل شوي، تېر کال مو له همدې ځمکو څخه شااوخوا ۱۲ ټنه هندواڼه ترلاسه کړې وه، لا هڅه کې یوو چې د کانال شاړې ځمکې آبادې کړو او کرنې ته وده وکړو."


بزګران هم د هندواڼو له سږنیو حاصلاتو خوښ دي، خو د مناسب بازار نشتون، د اوبو او کیمیاوي سرو کموالی بیا هغه لاملونه یادوي چې له امله یې ډېر کله له ستونزو سره مخ وي.


شاه محمود د ننګرهار د کامې ولسوالۍ یو کروندګر دی هغه سږکال په خپله دوه جریبه ځمکه هندواڼې کرلي دي.


دی وایي، سږکال یې په خپلو ځمکو کې ښه خواري او مصارف کړي خو که حاصلاتو ته سمه بازارموندنه ونشي نو فکر نه کوي چې خپل مصارف به هم پوره کړای شي.


نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې له مسؤلینو بزګرانو ته د لازمو اسانتیاوو او بازار موندنې غوښتنه وکړه.


شاه محمود زیاتوي: "ډېره کله چې زمونږ حاصلات ثمر ته رسېږي بیا یې څوک نه اخلي او لامل یې همدا دی چې دلته زمونږ د حاصلاتو لپاره بازار نشته، غوښتنه کوو چې د خپلو وطني تولیداتو لپاره دې سړې خونې او همدارنګه نورې اسانتیاوې برابرې شي چې بزګرانو ته ګټه ورسېږي."


اخوا د هندواڼو سوداګر وایي، د بازارونو سوړوالي ته په کتو اوس سوداګر لکه د پخوا پشان خپله د هندواڼو پالېزونو ته نه ځي.


د هندواڼو سوداګر خیرمحمد وایي، د ټرانسپورټ او نورو مصارفو د لوړوالي له کبله اوس د سوداګرو پرځای خپله کروندګر خپل حاصلات بازارونو ته وړي چې په خبره یې، د کروندګر چاره هم نه پرې کېږي.


هغه وویل: "په دې شکل مونږ ته ډېر زیان رسوي، دا دهقان ته هم نقصان کوي او مونږ ته هم، تجاران ډېر کېناستل ترې، اوس یې دهقانان ډېر خپله وړي، یو خو د موټرو کرایې ډېرې لوړې دي، لس دولس زره روپۍ اخلي، او چې شاروالي او نور مصارف هم پرې حساب کړې نو هغه محنت او خواري هم عبث لاړ شي."


د ننګرهار د کروندګرو ستونزې او اندېښنې په داسې حال کې دي چې د ننګرهار مسوولان بیا د بازار موندنې په برخه کې د خپلو هڅو او زیاتې پاملرنې خبره کوي.


ننګرهار د هېواد یو له زراعتي ولایتونو شمېرل کېږي، چې د نورو حاصلاتو سره سره په کې هندواڼې هرکال ښه حاصلات لري.


د ننګرهار د کانال شرکت د معلوماتو له مخې، سږ کال د هندواڼو بېلابېلې ډولونه کرل شوي چې حاصل يې ښه دى او ننګرهار کې د کارونې سربېره د هېواد نورو سيمو ته هم استول کېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus