Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د نورستان په ځنګلونو کې د اور لګېدنې نهمه ورځ؛ خلک او طالبان يې په کابو کېدو کې پاتې راغلي

د نورستان د نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، ددغه ولسوالۍ په ځنګلونو کې د اور شدت اوس هم زیات دی او ولسونه یې د کابو کېدو په برخه کې ناتوانه دي.


د نورستان د د ځنغوزیو او نښترو په ځنګلونو کې لا هم اور بل دی او سیمه ییز اوسېدونکي یې د شدت راپورونه ورکوي.


دا اور لګېدنه نهه ورځې مخکې د دې ولایت د نورګرام ولسوالۍ په ځنګلونو کې رامنځته شوه.


د دې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکې وايي د اور شدت ورځ تر بلې زیاتیږي او ولسونه یې د کابو کېدو په برخه کې ناتوانه شوي.


د دې ولسوالۍ اوسېدونکي سید ګل او نعمت الله ازادي راډیو ته وویل: "اور نور هم په زیاتېدو دی او ډېره سیمه یې نیولې ده،




په دې برخه کې د خلکو توانمندي نشته که مرستې ونه‌شي ددغه اور مهار کول به سخته وي."


"موږ کوشش کو چې ددې اور مخه ونیسو او دا مو له اسلامي امارت سره هم شریک کړي خو د هغوی وسه نه کېږي چې راشي او خپل کار مخې ته یوسي."


دا په داسې حال کې ده چې تازه تېره ورځ ناوخته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په کابل کې د چین له سفیر سره ‎په لیدنه کې له دغه هېواد د مرستې غوښتنه کړې.




د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې ښاغلي ستانکزي د چین له سفیر سره په لیدنه کې د نورستان په ځنګلونو کې د اور د کابو کېدو په برخه کې د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې.


د ښاغلي بلخي په وینا د چین سفیر شیر محمد عباس ستانکزي ته ډاډ ورکړ چې غوښتنه به یې د خپل حکومت سره شریکه کړي او تر لومړنۍ ارزونې وروسته به اقدامات ترسره شي.


خو دا لا معلومه نه ده چې چین به د اور د کابو کولو اقدام کله او څنګه کوي.


په همدې حال کې د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان ملي ټلوېزیون له کابله نورستان ته د یو لوړ پوړي طالب پلاوي د سفر خبر ورکړی چې د دغه د اور کابو کېدو لپاره یې سیمه ییزو مسولینو ته سپارښتنې کړي دي.




د نوروستان د نورګرام ولسوالۍ ولسوال قاري حبیب الله بیا ازادي راډیو ته وویل چې اور تر یوه اندازه کابو شوی خو د مکمل کنټرول په تړاو یې اندېښنه لري.


هغه وايي، د اور د زیاتیدو احتمال تر ډيره شته.


نوموړي وويل: "انشالله اوس مهال اور په مکمل ډول باندې کنټرول دی خو ډېرې زیاتې سیمې يې خرابې کړې، څو ورځې په مسلسل ډول هڅې روانې دي خو کنټرول مکمل نه‌شو ویلای ددې لپاره چې شمال دی هغه سکروټې یو طرف بل طرف ته وړي نو ویره ده چې بیا مشکل پیدا نه‌شي."


دی وايي، د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ تر دې دمه ښايي تر ۱۷ سوه جریبه ځنګل د اور خوراک شوی وي د یو شمېر راپورونو پر بنست دغه اندازه له ۱۵۰ هکتاره زیاته ده.




نورستان چې د افغانستان په ختیځ کې پروت دی په ځنګلونو پوښل شوی ولايت دی، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د ملي پارک په نوم ونومول شو.


له دې سره په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول ټویټر کې د "نورستان وژغورئ" په عنوان کمپاین پیل شوی او غوښتنه کېږي چې د دغه ولایت په ځنګلونو کې لګېدلی اور باید کنترول شي.


د ټویټر ډېری نورستاني کارونکو ویلي چې د اور شدت اوس مهال د استوګنو کورونو ته نږدې شوی او له امله يې شپږ ولسي وګړي هم ټپیان شوي دي خو د نورګرام ولسوال وایي چې د ټپیانو شمېر درې تنه دی او د استوګنې کورونه هم له اوره خوندي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus