Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

بلېنکن: افغانستان کې د مذهبي ازاديو په وړاندې شرايط مخ په خرابېدو دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې د مذهبي ازاديو په وړاندې شرایط په ډراماتیک ډول خراب شوي دي.


انتوني بلېنکن تېره ورځ ناوخته په یو خبري کنفرانس کې دا هم وویل چې په دغه هېواد کې داعش ډله تر مذهبي شعار لاندې د لږکيو پر وړاندې تاوتریخوالی تر سره کوي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون پنجشنبه ناوخته د۲۰۲۲ کال د نړیوالې مذهبي ازادۍ راپور ورکولو پر مهال په یوه خبري ناسته کې اندېښنه وښوده چې پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د مذهبي ازادۍ په وړاندې شرایط مخ پر خرابېدو دي.


نوموړي وويل: "




، په ځانګړې توګه کله چې دوی د ښځو او نجونو د زده کړې، کار کولو او په ټولنه کې د ګډون بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي. په هرصورت، کله ناکله، د داعش خراسان څانګه د مذهبي لږکیو، په ځانګړې توګه د شیعه هزاره ګانو په وړاندې زیاتیدونکی تاوتریخوالی ترسره کوي."


بلخوا د نړیوالې مذهبي ازادۍ لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سفیر رشاد حسین وايي، طالبانو او داعش دواړو په افغانستان کې د مذهبي لږکیو غړي توقیف کړي، ډارولي او بریدونه یې پرې کړي، هغه څه چې طالبان یې ردوي.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو امریکایي چارواکو د څرګندونو په اړه ازادي راډیو ته وویل چې دوی به په هېڅ صورت مذهبي توپیرونو او اختلافاتو ته اجازه ور نه‌کړي.


ښاغلی مجاهد د داعش ډلې له لوري پر شیعه مذهبه هزاره ګانو د بریدونو خبره مني خو وایی طالبان هڅه کوي چې د ټولو مذهبونو د پیروانو امنیت خوندي کړي.


نوموړی وايي: "اسلامي امارت په هېڅ توګه مذهبي توپیرونو او اختلافاتو ته اجازه نه ورکوي ټول خلک او لږه‌کي د خپلو دیني او مذهبي چارو په برخه کې ازاد دي، بل کله کله چې د فتنه ګرو ډلو له لوري زموږ پر شیعه هېوادوالو بریدونه شوي هغه په خانقاوو کې هم د صوفیه کرامو باندې شوي دي، دا بریدونه هغه مهال هم کېدل چې امریکایانو او ناټو قوتونو دلته حضور درلود."




دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د طالبانو پر واکمنېدو سره له یو نسبي امنیت وروسته په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د شیعه هزاره ګانو پر جوماتونو، ښوونځيو او عامه ځایونو داعش خراسان څانګي حملې وکړې چې له امله یې ګڼ شمېر ولسي وګړو ته مرګ ژوبله ورسېده هغه څه چې افغان هزارګان یې نسل وژنه بولي، خو ښايي په دې هېواد کې یوازې دوی نه وي چې له ورته ګواښونو سره مخ دي.


په وروستیو کې په کندز او کابل کې د سُني صوفیانو په دوه خانقاوو او دغه شان د کابل په پل خشتي جومات مرګونې حملې وشوې چې لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله.


دا په داسې حال کې ده چې مخکې تر دې هم د بېلابیلو نړیوالو چارواکو او سازمانونو له لوري په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه جدي اندېښنې مطرح شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus