Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د افغانستان په باب د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان ته د هندي دیپلوماتانو لومړني سفر د یو شمېر ورځپاڼو پام ځان ته اړولی دی.


هندو ورځپاڼه:


د هندو ورځپاڼې په لیکنه، هندي پلاوی به د بشري مرستو د وېش په برخه کې د ښکېلو سازمانونو له استازو سره وویني او تمه ده له هغو ځایونو څخه هم لیدنه وکړي چې د هند پروګرامونه او پروژې پکې عملي کېږي.


ورځپاڼې لیکلي، کله چې تېر کال طالبان واک ته ورسېدل، هند په کابل کې خپل سفارت او په کندهار او مزارشریف کې خپلې کونسلګرۍ وتړلې.


په دوام کې لولو چې هند تر اوسه د طالبانو په مشرۍ حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او پر نړیوالې ټولنې یې غږ کړی چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو کې بېړه ونه‌کړي.


د ورځپاڼې په وینا، هند له دې سره سره بیا هم د افغانانو د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره رامخکې شوی د خوراکي موادو او درملو مرستې یې کړي.


ټیلیګراف هم لیکلي چې هندي چارواکو د طالبانو له حکومتي چارواکو او نړیوالو غیر دولتي موسسو سره د مرستو د وېش په اړه د خبرو لپاره کابل ته سفر کړی دی.


په مقاله کې راغلي چې د جمهوریت له سقوط وروسته هند له افغانستان سره دیپلوماتیکې اړیکې نه درلودې.


د ورځپاڼې په وینا هند افغانستان ته ۲۰ زره ټنه غنم، ۱۳ ټنه درمل او د کوویډ ۱۹ واکسین ۵۰۰ زره دوزونه لېږلي دي.


ورځپاڼې زیاته کړې، چې دغه مرستې په کابل کې د اندراګاندي د ماشومانو د روغتون، د خوړو نړیوال پروګرام او د روغتیا نړیوال سازمان ته ورکړل شوې دي.


د ټیلیګراف د مقالې له مخې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د بشري ناورین له امله په میلیونونو خلک د لوږې له خطر سره مخامخ دي.


د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د چهارشنبه په ورځ وویل چې په افغانستان کې به شاوخوا ۱۸ میلیونه خلک سمدستي خوراکي مرستو ته اړتیا ولري.


نيويارک ټايمز:


نیویارک ټایمز د یوې ځوانې جوړې په اړه لیکي چې د تېر کال په اګست کې له افغانستانه تښتېدلې او اوس په امریکا کې اوسېږي.


د ورځپاڼې په وینا، فرهاد خرمي او فرزانه جمالزاده د هغو ۷۶ زره افغانانو په ډله کې دي چې په څلورو اونیو کې امریکا ته رسېدلي دي.


خرمي او جمالزاده د طالبانو په لاس د کابل له سقوط یوه میاشت مخکې واده کړی و.


ورځپاڼې د اغلې جمال زاده په حواله لیکلي، چې که هغې ته معلومه وای، طالبان بېرته راګرځي، نو د کور لپاره به یې ډېر سامان نه اخیسته.


د ورځپاڼې په وینا دغې جوړې خپل ډک کور په افغانستان کې پرېښود او کډوال شول.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus