د اوکراين ولسمشر: روسيې د اوکراين شل سلنه خاوره نيولې
د ولودومیر زیلینسکي په وینا اوس د اوکراین شل فیصده خاوره روسیې نیولې ده.
زیلینسکي چې نن د ویډیو کنفرانس له لارې د لوګزامبرګ پارلمان ته خبرې کولې دا هم وویل چې د اوکراین له اټکل سره سم تر اوسه له اوکراین سره په جګړه کې تر دېرش زره ډېر روسي عسکر وژل شوې دي.
څه باندې درې میاشتې کېږي چې روسیې پر اوکراین برید کړی دی.