Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

خلک: د طالبانو لخوا د حج لپاره ټاکل شوی لګښت نه شو پرې کولی

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی، چې سږ کال به د حج مراسمو د ادا کولو لپاره په افغان حاجیانو نېږدې څلور لکه افغانۍ لګښت راشي، خو خلک وايي دا لګښتونه پرې کول يې تر وس وتلي دي.


یو شمېر هغه افغانان، چې سږ کال د حج مراسم ترسره کوي، د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له خوا ټاکل شوې لګښت د خپل وس خبره نه ګڼي.


د غزني ولایت اوسدونکي حاجي محمد ګل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "قېمت یې دوه چنده شوی دی، پخوا په دوه زره ډالره داخله کېده خو اوس څلور زره او څو سوه روپۍ دي، نو عام خلک نه‌شي کولای چې فریضه د حج ادا کړي."


دغه راز د کندز ولایت اوسېدونکی شمس الحق ورته خبره کوي او وايي: "مونږ مراجعه وکړه د کندز د حج او اوقافو ریاست ته، راته وویل شول چې مخکې ۲۴۰۰ ډالره لګښت و او اوس ۴۶۰۰ ډالره لګښت دی، دا ستونزمنه ده ما لپاره او نور هغو دوستانو لپاره چې راغلي دلته، چې نوم لیکنه وکړي."


خو د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی، چې سږ کال به د حج مراسمو د ادا کولو لپاره په افغان حاجیانو نېږدې څلور لکه افغانۍ لګښت راشي.


 د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې په




د دغه وزارت ویاند فضل محمد حسیني ازادي رادیو سره په خبرو کې د تېرو کلونو په پرتله په حاجیانو د لګښت د لوړېدو د لاملونو په اړه وویل: "دا ټولې روپۍ د حاجي د خدمتونو لپاره مصرفېږي، سږ کال هغه ټکسونو ته چې د سعودي عربستان له لوري وضع شوي دي د حج بیې ډېرې لوړې تللي، دغه شان په نړیوال بازار کې د الوتکو د تېلو د بیو لوړالی هم دی او د الوتکو ټکټ هم ډېر لوړ تللی دی."


ښاغلی حسیني وايي، د سني او شیعه حاجیانو په لګښتونو کې توپیر څکه دی، چې د شیعه حاجیانو مراسم د جعفري فقې له مخې ادا کېږي، او لازم خدمتونه وړاندې کول ورته لږ ډېر لګښت غواړي.




حج د اسلام پنځم رکن دی.


دا مراسم په هر هغه مسلمان فرض ګڼل شوي، چې (مالي او بدني) توانايي ولري.


نن، سبا افغانستان له اقتصادي ناورین سره مخ او بې وزلي په‌کې ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې ده.


د دیني علومو پوه محمد محق ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "د اسلام په تاریخ کې د عارفانه فکر پلویان په دې نظر وه، هغه پیسې چې د حج د مراسمو د ادا کولو لپاره لګېږي، که د بې وزلو، یتیمانو او کونډو سره مرسته وشي، ثواب به یې ډېر وي."


د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي، چې سږ کال به له افغانستانه سعودي عربستان ته ۱۳۵۸۲ کسان د فرضي حج د مراسمو د ادا کولو لپاره سفر وکړي.


دا په داسې حال کې ده، چې د کرونا ویروس له خپرېدو مخکې هر کال دېرش زره حاجیان د فرضي حج د مراسمو د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تلل.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus