ايران: د استوګنې د يوې ودانۍ نړېدو پېښه کې د قربانيانو شمېر ۳۷ ته ورسېد
چارواکو پرون چهارشنبې وویل چې د نړېدلې، میترو پولیس لس پوړیزې ودانۍ تر خاورو او خښتو لاندې یو بل مړی وموندل شو چې په دې سره د مړو شویو شمېر۳۷ کسانو ته ورسېد.
دغه راز ۳۷ نور کسان هم په دې پېښه کې ټپیان شوي او تر اوسه نهده روښانه چې آیا نور مړي به هم تر خاورو خښتو لاندې وي، کنه.
چارواکو سیمه ییز فساد او د خوندیتوب نشتوالی د دغې ودانۍ د نړېدو اصلي لامل بللی او ویلي یې دي چې د ساختماني سرغړونو په تور تر اوسه د ښاروالانو او نورو چارواکو په شمول دیارلس کسان نیول شوي دي.