Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پاکستان په افغانستان کې څرنګه حکومت غواړي؟

انډیا ټوډې:


د هند چاپ انډیا ټوډې ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي، د افغانستان ګڼ روغتونونه په خوارځواکۍ په اخته ماشومانو ډک دي.


د مطلب په دوام لولو، چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان دا مهال د لوږې له سخت بحران سره مخامخ دی.


انډیا ټوډې ورځپاڼې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو عکسونه هم خپاره کړي، چې د ورځپاڼې په لیکنه، د ناروغۍ پر بستر پراته دي، میندې او پلرونه یې د مرستې ترلاسه کولو او لاسنیوي غوښتنه لري.


د مطلب په دوام، د ملګرو ملتونو تازه راپور ته هم اشاره شوې، چې په کې راغلي، اټکل کېږي، چې په افغانستان کې به سږکال یو ملیون او سل زره هغه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شي.


انډیا ټوډې ورځپاڼه زیاتوي، افغانستان په داسې حال کې د ماشومانو د ژغورنې لپاره مجادله کوي، چې د مرستو لپاره هیلې په مړاوې کېدو دي او وخت هم په تېرېدو.


یوریشیا ریفوو:


یوریشیا ریفوو خپرونې د خپلې پرونۍ ګڼې په یوه مطلب کې د افغانستان سوله او ثبات د سیمې له ثبات سره تړلې بللي دي.


د مطلب په یوه برخه کې راغلي، که افغانستان ته سوله راځي، تر بل هېواد به زیاته ګټه ګاونډي هېواد پاکستان ته ورسېږي.


د لیکوال په باور، پاکستان هېڅکله په افغانستان کې داسې حکومت نه غواړي چې غیردوستانه اړیکې ورسره ولري او اسلام اباد داسې حکومت هم نه غواړي چې تر پاکستان له هندوستان سره ډېرې دوستانه اړیکې ولري.


که څه هم لیکوال پاکستان افغانستان ته د سولې او ثبات په راوستلو کې مهم هېواد بللی، خو د افغانستان تېرو حکومتونو په وار- وار پاکستان د هغو تروریستي ډلو په ملاتړ تورن کړی، چې په افغانستان کې یې خونړي بریدونه کول.


اسلام اباد د افغان طالبانو په ملاتړ هم تورن دی او د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په وار- وار د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې وه.


د یورویشیا ریفوو خپرونې لیکوال د خپل مطلب په دوام زیاتوي، د افغانستان سوله او ثبات په پاکستان کې د سولې او ثبات معنی لري، چې اقتصادي ودې او په اقتصادي برخه کې د دواړو هېوادونو تعامل ته زمینه برابروي.


د مطلب په یوه برخه کې د چین دریځ ته هم اشاره شوې چې غواړي په افغانستان کې سوله وي او وکړای شي پر بېلابېلو پروژو پانګونه وکړي.


تر دې مخکې راپورونه خپاره شوي وو، چې چین غواړي د مس عینک کان د استخراج پروژه بېرته پیل کړي او طالبانو هم په دې برخه کې د چین له پانګونې سره لېوالتیا ښوولې ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus