Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې استازو پر يوې ګډې تګلارې خبرې کړي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازو او د منځنۍ اسیا د هېوادونو چارواکو پرون د دې هېواد په چارو کې د یوې ګډې تګ‌لارې په اړه خبرې کړي.


په دې اړه غونډه پرون په الماتي کې شوې ده.


د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازي توماس نیکلاسن چې دې غونډه کې یې ګډون کړی وايي، دوی د افغانستان د هر اړخیز وضعیت او په دې اړه یوې ګډې تګ‌لارې ته د رسېدو په اړه بحثونه کړي.


د ښاغلي نیکلاسن په ګډون، د منځنۍ اسیا لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړې استازې ترهي هکالا، په نړیوالو همکاریو کې د قزاقستان د جمهور رییس ځانګړي استازي ایرزان غازي‌خان او د ترکمنستان، ازبیکستان او قرغیزستان چارواکي هم د غونډې ګډون‌وال وو.


ښاغلي نیکلاسن په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دوی ټینګار کړی چې په افغانستان کې نجونې او ښځې باید وکولای شي ښوونځيو ته ولاړې شې، کار وکړي او په عامه ژوند کې په بشپړه توګه برخه واخلي.


د ده په خبره، موږ د افغانستان د اقتصاد پر وړاندې د اوسنیو ننګونو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې نوښتونه ومنل او د سیمه‌ییز ثبات او په دې اړه یې د خبرو د دوام پر اهمیت ټینګار وکړ.




په ورته وخت کې په نړیوالو همکاریو کې د قزاقستان د جمهور رییس ځانګړي استازي ایرزان غازي‌خان په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په دې ناسته کې پر دې بحث شوی چې اوس‌مهال په افغانستان کې د ثبات لپاره په اغېزمنه توګه د یو لړ مسایلو حل او په دې برخه کې ګډو هڅو ته اړتیا ده.


د منځنۍ اسیا لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړې استازې ترهي هکالا دا غونډه د افغانستان په اړه د مرکزي اسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې د مخکنیو ناستو دوام بللی او زیاتوي، دوی پر هغو پالیسیو خبرې کړي چې په افغانستان د نجونو او ښځو د ازادۍ حقونه اغېزمنوي.


اغلې هکالا په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، غونډه کې د افغانستان او د سیمې امنیت او تر خوا یې د افغانستان د اقتصاد پر وړاندې اوسنۍ ننګونې هم تر بحث لاندې نیول شوي.


له طالبانو مو وپوښتل چې په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې او که نه او په دې اړه یې دریځ څه دی، خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد ځواب را نه ‌کړ.


دا غونډه داسې مهال کېږي چې تېره اوونۍ هم په تاجیکستان کې د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د هېوادونو د امنیت شورا سالاکارانو ناسته ټینګار وشو، چې په افغانستان کې امنیت د ټولو ګاونډیو او سیمې هېوادونو په ګټه دی.




خو په دې ناسته کې دا هم وویل شو چې هېڅ هېواد دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس‌وهنه نه‌کوي او هر رامنځ‌ته کېدونکی تحول باید د افغانانو په مشرۍ وي.


په دې ناسته کې د اتو هېوادونو استازو له طالبانو غوښتي و چې په افغانستان کې د ثبات او امنیت لپاره باید د ټولو وګړو حقونو ته درناوی وکړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus