ايران د اټومي انرژۍ په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده پرون خبریالانو ته وویل چې متاسفانه دا راپور د ایران او نړیوالې اټومي انرژۍ ترمنځ د خبرو واقعیت نه څرګندوي.
تر دې یوه ورځ مخکې د ملګرو ملتو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې تور پورې کړی و چې ایران په دریو مرکزونو کې چې مخکې یې په اړه نړیوالو ته معلومات نه و ورکړي د یورانیمو د ذراتو د موندلو په اړه وضاحت نه دی ورکړی.
د راپورونو له مخې دا تور د تهران او لویدیځ ترمنځ د روانو دیپلوماتیکو هڅو د لارې یو نوی خنډ دی.