جوبايډن اوکراين ته د نويو راکټي سيستمونو پر چمتو کولو موافقه کړې
ښاغلي بایډن په یوه لیکنه چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون خپره کړه لیکلي، موږ به اوکراین ته د توغندیو دا پرمختللي سیسټمونه او د هغو مهمات ورکړو څو وکولای شي د جګړې په ډګر کې مهم اهداف په دقت سره وولي.
دا په داسې حال کې ده چې په اوکراین کې د روسي ځواکونو پرمختګ دوام لري او هڅه کوي د دنباس د سیمې هغه ساحې لاندې کړي چې د روس پلوو بېلتونپالو تر ولکې لاندې نه دي.