Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

چارواکي: وروستیو سېلابونو او طوفانونو یو شمېر ولایتونو کې زیانونه اړولي

د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت چارواکي د وروستیو سېلابونو او طوفانونو له امله د کرنې په برخه کې د زیاتو زیانونو د اوښتو خبره کوي.


یو بزګر وايي، کرکېله د ده او نور بزګرانو لپاره د عاید اصلي سرچینه ده خو په وینا یې وروستیو طوفانونو او سېلابونو د ده حاصلاتو ته ډېر زیان اړولی دی.


نوموړي ازادي راډيو ته وویل، اوسني وضعیت د ده اقتصادي حالت خراب کړی او راتلونکي ته اندېښمن دی.


هغه زیاته کړه: "یو بزګر زما خوا ته راغلی و او ویلې راته چې یوه د مېوو اونه چې په ۷۰ زره افغانۍ اخیستل کېده اوس په ۲۰ زره هم نه اخیستل کېږي، په مېوو کې داسې حال دی نو وريجې او غنم په څوک واخلي او څوک یې په دې تاوان سره خرڅوي."


له بلي خوا بیا د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، چې وروستي سېلابونه او طوفانونه د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې وو.


د دې وزارت مرستیال شرف الدین مسلم له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د دې سېلابونو او طوفانونو په پایله کې کرنې او مالدارۍ برخې ته زیات زیانونه اوښتي دي.


هغه وویل: "مالي تلفات په ډېره ولایتونو کې د تېز طوفان او شمال له امله و، په شمالي ولایتونو کې بیا خلک د تېزو بارانونو له امله زیانمن شوي، سره له دې چې ځاني زیانونو یې نه درلودل خو یوازې درې کسه یې سر سري ټپیان کړي و."


د نوموړي په خبره، په ځینو ولایتونو کې مواصلاتي لارې هم تړل شوي.


د ښاغلي مسلم په وینا، هغه کسان چې له طبیعي پېښو زیانمن شوي له هغوي سره لومړنۍ مرستې هم شوي او په ځینو سمېو کې د مرستې لپاره سروې ګانې هم روانې دي.


حوا هغه کروند ګره ده، چې د غزني په مالستان ولسوالۍ کې د وچکالۍ او د مرستو د نه رسېدو له امله شکایت کوي.


دغه مېرمن وايي، دوه کاله کېږي چې د وچکالۍ له امله یې خپلې ځمکه کې څه نه دي کرلي او اوس د څښاک اوبو له کمښت سره هم مخ ده.


هغه زیاتوي: "اوبه نه شته وچکالي ده، دوه کاله کېږي نه مې څه کرلي، نه دې خوړو څه پیدا کېږي او دلته ډېره زیاته بدبختي ده."


د سېلابونو او طوفانو یوه څپه له تېرو دوو ورځو راهیسې په افغانستان کې پیل شوې چې کندهار، هلمند، ارزګان، فراه، نیمروز او پکتیا تېزو طوفانونو ځپلي او کندز، تخار، فاریاب او بدخشان کې بیا سختو سېلابونو خلک اغېزمن کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus