Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امریکا د حقاني د څرګندونو په غبرګون کې: طالبان دې تر خبرو عمل ته اهمیت ورکړي

امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي د طالبانو حکومت د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني پر وروستیو څرګندونو چې ويلي یې دي امریکا د دوی دښمنه نه ده، شکمن دی.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس تېره ورځ ناوخته د مې میاشتې په ۱۷ نېټه په یوه خبري ناستې کې وویل چې دوی د دغه طالب چارواکي څرګندونو ته په شکمن نظر ګوري.


نوموړي د یوې افغانې خبریالې د پوښتنې په ځواب کې په دې اړه وویل: "هو، موږ د سراج حقاني څرګندونې واورېدې، زما په نظر تاسو به پوه وی چې موږ د دې ډول څرګندونو په باب شک و ګمان درلودلی. موږ دا شان څرګندونې  پخوا هم اورېدلي، موږ له خبرو عمل ته ډېر اهمیت ورکوو او موږ په دې تمه یو چې طالبان پر دغه ډول مثبتونو کړنو عمل وکړي او په ټول هېواد کې د ټولو کچو ښونځي پرانیزي، چې دا به په خپل ذات کې یو د پام وړ پرمختګ وي."




ښاغلي پرایس ټینګار وکړ چې د افغان ښځو او نجونو په اړه د امریکا دریځ لا پر ځای دی.


نوموړي وویل چې طالبان باید د لوړو ټولګیو د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي، نجونې باید ښوونځي ته د تللو فرصت ولري، د مهارتونو رامینځته کولو، د خپل ژوند د ښه کولو لپاره د ظرفیت لوړولو، د دوی د کورنیو ژوند او په نهایت کې  دوی ته د ټولنو او هېواد هوساینې او معیشت ښه کولو لپاره ونډه ورکړل شي.


دغه امریکایي چارواکي وروسته له هغې دا ډول څرګندونې وکړې چې دوه ورځې وړاندې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین له CNN ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې دوی امریکا خپله دښمنه نه ګڼي.


سراج الدین حقاني زیاته کړه، غواړي دا خبره واضح کړي چې دوی په تېرو شلو کلونو کې د جګړې په یوه دفاعي وضعیت کې وو او کله یې چې په دوحه کې له امریکا سره موافقه وکړه نو پرېکړه یې وکړه چې نور به په دې اړه خبرې نه کوي.




نوموړي په دې مرکه کې د نجونو ښوونځيو ته په اشارې ویلي چې په حکومت کې يې هیڅوک د نجونو د زده کړې مخالف نه دی خو طالبانو له تېرو نږدې لسو میاشتو راهیسې په افغانستان کې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې تړلي دي.


د طالبانو یاد وزیر له سي این این سره په مرکه کې ویلي دي دوی له شپږمو ټولګیو پورته د ښوونځيو د خلاصون پر مېکانېزم کار روان دی، خو دا يې ونه ویل چې یاده طرحه به کله بشپړه شي.


هڅه مو وکړه د امریکا د بهرنیو چار وزارت د ویاند د وروستیو څرګندونو په اړه د طالبانو د حکومت غبرګون هم ولرو خو ویاندویانو يې په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.


دندو ته د افغان مېرمنو نه پرېښودل او اجباري حجاب مراعتول د نجونو د ښوونځيو د تړلو ترڅنګ نور هغه موارد دي چې د طالبانو د حکومت په وړاندې يې په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه او مخالفتونه راپارولي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus