Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

صرافان: د افغاني بانکنوټونو کمښت او زړښت له ستونزو سره مخ کړي

د افغانستان د صرافانو ټولنه وايي، په دې هېواد کې د افغاني بانکنوټونو کمښت او زړښت دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.


دوی وايي، د افغاني بانکنوټونو د کمښت ستونزه تر ډېره په هغه سرحدي ولایتونو کې چې مخکې په کې د نورو هېوادونو اسعارو چلښت درلود لیدل کېږي.


د افغانستان د صرافانو د ټولنې مرستیال عبدالرحمان ځیرک ازادي راډيو ته وویل، چې له بېلابېلو سرحدي ولایتونو نه صرافان کابل ته د افغانیو د انتقال لپاره ورځي.


نوموړی وايي:"د افغانستان په ټولو اسعاري مارکېټونو کې د افغانیو کمښت احساسیږي، موږ د افغانستان بانک او مالي وزارت سره دا ستونزه په وار وار شریکه کړې ده او ورته مو ویلي دي که اوس مهال د نویو بانکنوټونو د چاپ امکانات نه وي هغه پیسې چې د جمهوریت په وروستیو کې چاپ شوي باید بازار ته راوویستل شي."


خو دی وايي، که افغانستان بانک د نویو افغانیو د چاپ په برخه کې جدي اقدام ونه کړي ښايي دا ستونزه افغانستان شموله شي.


ښاغلی ځیرک  وايي، د ده د معلوماتو پر بنسټ د تېر حکومت په وروستیو کې په پولنډ هېواد کې نږدې درې ملیارده نوي افغاني بانکنوټونه چې تر ډېره زرګون او پنځه سوه ګون وو چاپ شوي وو، چې د حکومت له ړنګېدو سره همالته پاتې شول.


دی د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې که امکان ولري همغه پيسې دې افغانستان ته انتقال کړي.




د طالبانو په مشرۍ د افغانستان بانک که څه هم په پولنډ کې د پاتې افغاني بانکنوټونو په اړه څه نه وايي، خو د دغه بانک ویاند محمد صابر مومند ازادي راډيو ته وویل چې دوی په کافي اندازه بانک لري او د اړتیا پر مهال بازار ته عرضه کیږي.


نوموړی وايي:"د افغانستان بانک په عرضي زېرمو کې په کافي اندازه پیسې لرو، په اوونۍ کې دوه یا درې ځل خصوصي بانکونو ته افغانۍ ورکوو او دغه شان بازار ته په کتو او د افغانیو د ارزښت د ساتلو په هدف موږ اقدام کوو او تر اوسه په دې اړه له کومې ستونزې سره نه یو مخ شوي."


یو شمېر ولسي افغانان بیا د افغاني بانکنوټونو له زړښته شکایت کوي.


دوی وايي، نوټونه دومره زاړه شوي چې د پلور او پېر پر مهال په بازار کې د چلښت وړ نه دي.


د کونړ ولایت اوسېدونکی ګوهر ساپی وايي:" په تېرو شپاړس کلونو کې افغاني بانکنوټونه دومره زاړه شوي دي چې که دوکاندار ته يې ورکوې نه يې اخلي، ان ماشوم يې هم پېژنې او نه يې اخلي، زموږ غوښتنه داده چې زاړه نوټونه باید ټول کړل شي او پر ځای يې نوي بانکنوټونه چاپ شي."


پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې تر دې دمه نوي افغاني بانکنوټونه نه دي چاپ شوي.




که څه هم د افغانستان بانک مسولین په دې اړه چې اوس مهال په دې بانک کې څومره افغانۍ موجودي دې څه نه وايي خو ځینې حکومتي سرچینې چې نه غواړي نوم يې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل، چې اوس مهال ۳۶۰ ميلیارده افغانۍ په بازار کې د چلښت وړ دي خو شمېر يې ورځ تر بلې د کمېدو په حال کې ده.


سرچینه وايي، هغه مهال چې د طالبانو پر حکومت نړیوال بندیزونه پای ته ورسیږي نوي افغاني بانکنوټونه به چاپ شي.


د راپورونو پر بنسټ د تېر حکومت پر مهال به افغاني بانکنوټونه په فرانسه، بریتانیا، جرمني او پولنډ کې چاپېدل خو لا معلومه نه ده چې طالبانو حکومت به نوي بانکنوټونه په کومو هېوادونو کې چاپ کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus