Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

طالبانو د ښځو لپاره حجاب رسمي او جبري امر اعلان کړ

طالبانو د ښځو لپاره حجاب رسمي او جبري امر اعلان کړ.


په دې اړه د طالبانو مشر فرمان خپور کړی، چې عملي کول یې د طالبانو د امرباالمعروف او نهی‌ عن‌المنکر وزارت مسوولیت دی.


طالبانو په یوه رسمي فرمان کې چې د دوی د مشر له‌خوا تایید شوی د ښځو لپاره حجاب کول د شرعي او رسمي امر په توګه اعلان کړل.


د طالبانو د امر باالمعروف او نهي‌عن‌المنکر وزارت وايي، د حجاب په اړه دا فرمان د هغه وړاندیز په پایله کې خپور شوی چې د هېواد دیني عالمانو د طالبانو مشر ته کړی و.


د دې فرمان پر بنسټ، د طالبانو د امرباالمعروف او عن‌المنکر وزارت دنده لري، چې حجاب په جبري ډول په ټولو افغان ښځو عملي کړي.


اوس دې وزارت د حجاب د جبري کېدو په اړه یوه طرحه هم جوړه کړې او په کې لیکل شوي: "د مسلمانو، اصیلو، بالغو ښځو لپاره حجاب رعایت کول فرض او ضروري دي."


په دې طرحه کې چادري د حجاب تر ټولو ښه بڼه ښودل شوې او زیاتوي، هر ډول جامه چې بدن پټ کړي او چسپ نه‌وي، حجاب ګڼل کېږي.


د طالبانو د امرباالمعروف او نهی‌عن‌المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي د حجاب د عملي کېدو په اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، دوی هغه څه کوي چې په اسلام یې ورته وايي.


هغه وویل: "موږ ته تر بل هر څه اسلامي اصول او اسلامي نظریه مهمه ده، تر هر څه تېرېدای شو، خو د اسلام له یو حکم څخه نه شو تېرېدای."


په دې غونډه کې د طالبانو د تمیز د عالي ادارې رییس محمد شریف وویل، د حجاب د مراعتولو امر د اسلامي امار ت نه، بلکې یو الهي امر دی او دوی یې باید پلی کړي.


د طالبانو د امرباالمعروف او عن‌المنکر وزارت له‌خوا د حجاب د عملي کېدو طرحه کې د رسنیو له لارې د حجاب لپاره تبلیغ لومړی پړاو بلل شوی، خو دویم پړاو چې د حجاب د تطبیق مرحله ده، جبري مسایل هم‌لري.


په دې برخه کې راغلي، که چېرې یوه ښځه حجاب نه مراعتوي، کور یې باید په نښه او مشر ته یې ته توصیه وکړل شي، خو د حجاب د نه مراعت کولو په دوام، په دویم ځل د کور مشر احضار، په درېیم ځل بیا د درې ورځو لپاره بند ته اچول کېږي او په څلورم ځل بیا محکمې ته پېژندل کېږي، څو رسما سزا ورکړي.




د طالبانو له‌خوا د حجاب د عملي کېدو په طرحه کې دا هم لیکل شوي، هغه ښځې چې د طالبانو په ادارو کې کار کوي او حجاب نه مراعتوي، له دندو دې ګوښه کړل شي.


خو په کابل کې یوه فعاله مېرمن چې د وکالت دنده‌ لري او‌ نه‌‌غواړي نوم یې د امنیتي ستونزو له امله خپور شي ازادي راډیو ته وویل، افغان مېرمنې مخکې هم محجبې او له طالبانو وړاندې هم مسلمانې وې.


هغه وايي: "دوی پخوا هم مسلمانې وې اوس هم، که طالبان وي او که نه. بدبختانه طالبانو تل هڅه کړې چې د ښځو له ادرسه یو امتیاز تر لاسه کړي. کله د تعلیم او تحصیل موضوع مخ‌ته کوي، کله د حجاب."


طالبانو له دې وړاندې هم د توصیو په نوم په افغان ښځو ګڼ محدودیتونه وضع کړي.


پر دوی بې له محرمه د اوږد سفر بندیز لګېدلی، ډېری له کار کولو منع شوي، په دولتي رسنیو کې ونډه صفر شوې او له شپږم ټولګي پورته له زد‌‌کړه منع شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus