Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

خلک: په دولتي روغتونونو کې پوره روغتيايي امکانات نشته

د خلکو په باور، دولتي روغتونونه د پخوا په څېر ناروغانو ته رسېدنه نه کوي او روغتیا پالان هم د ناروغانو د زیاتوالي له امله حالت نشي کابو کولای.


د خوار ځواکۍ سره مخ د یو ۳ کلن ماشوم پلار وايي، په کابل کې د ماشوم د روغتیا (صحت طفل) روغتون هغه ډول چې تمه کېږي خلکو ته خدمات نه وړاندې کوي.


د هغه په خبره، په روغتون کې د زیاتو ناروغانو له امله روغتیا پالان هم له ستونزې سره مخ دي.


هغه د نوم نښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل:" کله مې چې خپل زوی وروست له لنډې معاینې وروسته یې ورته درمل ورکړه، موږ تمه درلوده چې ښه سم معاینات به یې وکړي، لابراتوار ته به یې ولیږي خو داسې ونشوه، دوه نخسې يې راته ولیکلي او وویل چې یوه له روغتون بهر يې واخله او بله په روغتون کې دننه، د روغتون دننه دواخانې ته لاړم راته یې ویل دا درمل موږ نه لرو."


موږ ددغه ادعاو په اړه د اندراګاندې روغتون له مسولینو سره په اړیکه شو خو له زیاتو هڅو وروسته یې زموږ اړیکي ځواب نه کړې.


د روغتیا نړېوال سازمان په تېره کې د افغانستان له روغتونونو تل ملاتړ کړی خو ورستیو سیاسي تحولاتو دغه برخه هم پیکه کړې ده.




دا چې د روغتیا نړېوال سازمان د طالبانو له واکمن کېدو وروسته په افغانستان کې له دولتي روغتونو اوس هم ملاتړ کوي او که نه موږ یې په اړه د طالبانو د روغتیا وزارت نه پوښتنه وکړه خو دوی زموږ اړیکې راځواب نه کړې.


په افغانستان کې د دولتي روغتونونو ترڅنګ خصوصي روغتونونه هم فعالیت لري.

علي چې یوه خصوصي روغتون ته د خپلې درملنې لپاره تللی و وايي، خصوصي روغتونونه د تشخیص په ځای پيسو ته لومړیتوب ورکوي.


هغه ازادي راډیو ته وویل: "ما چې کله خپله نخسه ورته وروړله لومړی مې د پېسو پوښتنه ترې وکړه، هغوی راته وویل ستا درمل ۱۶۰۰ افغانۍ کیږي، د اقتصادي ستونزې له امله مې وانخیسته. بل ځای لاړم هلته مې خپله نخسه ورته ورکړله، هغوي راته وویل ستا درمل ۴۰۰ افغانۍ کیږي بیا مې هلته واخیستله."


له دې ورها خوا په روغتيايي برخو کې د څار یو شمېر موسسې هم له ورته حالته اندېښنه ښېي.




په پروان ولایت کې دیوې موسسې کارکونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي، په روغتونونو کې د ستونزو ترڅنګ د ځیني روغتیا پلانو معاشونه هم نه دي ورکړل شوي.


نوموړی وايي:" موږ چې کله روغتونو ته ځو هلته وینو چې درمل په کافي ډول نشته، امکانات کم دي، او د کارمندانو معاشونه هم په وخت نه ورکول کیږي."


دغه اندېښنې هغه مهال مخ په زیاتېدو شوې چې طالبان په ټول افغانستان واکمن او خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شول.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus