د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر وايي، که څوک سوچ کوي چې افغانستان به سره ووېشل شي، پاکستان او ایران به هم له ورته برخلیک سره مخامخ شي.
محمود خان اڅکزي نن جمعه، په پښین کې د خپل ګوند یوې غونډې ته وویل:"که خدای مکړه افغانستان به په شمال او جنوب تقسیمېږي نو که افغانستان تقسیم شو پاکستان به خامخا تقسیمېږي ایران به خامخا تقسیمېږي."
له کله چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړې، د نړۍ یوه هېواد هم د دوی سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.